د افغانستان او آیرلنډ څلور ورځینۍ لوبې ته کتنه

تاند – د کرکټ نړیوالې شورا په اصولو کې منلې ده چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ به یوه هیواد ته د پنځه ورځنیو ټسټ لوبو امتیاز ورکوي.
دا پریکړه به راتلونکې میاشت، یعني په اپریل کې د کرکټ نړیواله شورا د مشرتابه په غونډه کې کوي او بیا به د جون په میاشت کې په خپله عمومي غونډه کې دا پریکړه تاییدوي.
د کرکټ نړیواله شورا چې په ۱۹۰۹ کال کې تاسیس شوې ده ۱۰۵ غړي هیوادونه لري په دې ډله کې هند، استرالیا، انګلستان، جنوبي افریقا، ویسټ اینډیز، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، زیمبابوې او نیوزیلنډ بشپړ غړیتوب لري.
وروستی هیواد بنګله دیش دی چې دا امتیاز یې په ۲۰۰۰ کال کې ترلاسه کړ. بیا کوم هیواد دومره امتیازات نه دې اخیستي چې دې مقام ته ورسیږي. اوس افغانستان ته هیلې دي چې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.
بشپړ غړي هیوادونه دا امتیاز لري چې یو ورځیني نړیوال جام او شل اووره نړیوال جام ته په مستقیم ډول لاره کوي او دې ته اړتیا نه پیدا کوي چې د غوراوي له بهیره تیر شي.
 
له ایرلنډ سره د افغانستان لوبه
د کرکټ د نړیوالې شورا  ژمنې ته په کتو سره په هند کې د افغانستان او ایرلنډ روانه څلور ورځینۍ لوبه ډیره مهمه ده او د (ای سي سي) د مشرتابه پر غونډې به ډیر اغیز لري.
په دې سیالۍ کې چې د سې شنبې په ورځ پیل شوه افغان لورې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۵۳۷ منډې جوړې کړې او مقابل لورې ته یې لوبه پریښوده.
ځیني ښايي دا نظر ورکړي چې کیپتان اصغر ستانکزي ولې پاتې دوه لوبغاړي نه لوبول چې لوبه یې ایرلنډ ته پریښوده؟ دا پوښتنه په یوه نظر سمه ښکارې خو څلور ورځو ته په کتو ۵۳۷ منډې لږې نه دي، نو د افغان کیپتان پریکړه ډیره پر ځای پریکړه ده ترڅو لوبه د زمان له تیریدو سره مساوي نه شي. د دې پریښودو بل علت ښايي دا هم و چې د چهارشنبې په ماسپښین د هند په توده هوا کې میدان ورو بالرانو ته مساعد شوی و، همدا علت و چې پیاوړي افغان باولر راشد خان د ایرلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول او ۵۴ منډې یې ورکړې.  بل افغان څرخنده باولر ظاهر خان په ۱۴اعشاریه پنځو توپونو ۲۷ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. ظاهر خان په چپ لاس ورو توپ اچوي، ده د ایرلنډ لوبغاړي حیرانه کړي و خو پله یې واوښته او له میدانه بهر شو.
په ټیسټ لوبو کې د راشد خان او ظاهر خان چې دواړه تر شل کلونو لږ عمر لري، مقابل ټیم ته یو خطر ناک ترکیب جوړوي، په تیره بیا چې میدان سپین باولرانو ته ښه وي. راشد چې توپ اچوي کله ښي لور ته، کله کیڼ لورته څرخي او د ظاهر خان توپ له پورته په څرخي وي. که بیټسمن په دغو دوو باولرانو کې د یوه له توپ سره اشنا شي د بل څرخنده توپ بیرته ترې ډاډ اخلي.
دغه ترکیب ته په کتو د افغانستان کرکټ بورډ ډلې د ټیسټ میچ لپاره د ایرلنډ په وړاندې ډیر ښه ټیم غوره کړی دی.
د ویکټو د ساتنې لپاره د افسر ځاځي انتخاب پر ځای دی او افسر وتوانیده چې ۱۰۳ منډې جوړې کړې، د ناصر جمال راتګ هم پر ځای دی هغه ۷۳ منډې جوړې کړې، دا لوبغاړي د دې لپاره هم هیلې او امیدونه افغانستان ته ورکوي چې ځوانان دي او راتلونکې جوړوي. شبیر نوري چې په پیلامه کې له شهزاد سره لوبیده او انتخاب شوی دی، ښایي ښه پریکړه نه وي ځکه چې د ده ریکارډ په پخوانیو لوبو کې ډیر ښه نه دی خو دی بیا په نسبي ډول تجربه لري.
د افغانستان کمزوری ټکی
د افغانستان د کمزوري ټکی له ایرلنډ سره په څلور ورځینۍ لوبه کې د ویکټ ساتونکی دی، افسر ځاځي د راشد خان او ظاهر خان څرخنده توپونه نه شوای ګرځولی بیا د ده پر ځای شهزاد محمدي ویکټ کپیري ته راغی له هغه هم د دغو دوو باولرانو توپونه تیر شول.
دغو دوو ویکټ ساتونکو په ۵۱ اورونو کې ۲۶ منډې له لاسه ورکړې دي، که څه هم په دغو ټولو اضافي منډو کې دوی لاس نه درلود خو اکثر یې د ویکټ شاته د دوی له څنګه تیرې شوې. افغان باولرانو دوه (نو بال) هم کړې دي.
په دې برخه کې ایرلنډي لوبغاړي برلاسه وو، هغوی په ۱۳۸ اعشاریه پنځه اورونو کې یوازې ۱۷ اضافي مندې ورکړې دي.
د افغانستان بیټنګ که څه هم ډير ښه و، دوو کسانو، اصغر ستانکزي او افسر ځاځي پکې تر سلو ډیرې منډې وکړې، خو په دې برخه کې هم که دقیق لوبې ته وکتل شي لږ له عجلې کار اخیستل شوی دی، اصغر په پیل کې څو ځله شپږیزې ووهلې، په اخره کې چې اوټ کیده تر هغه مخکې هم بې صبره ښکاریده او بیا وسوځید خو دا نیوکه په هیڅ ډول د دې مانا نه ورکوي چې اصغر ښې منډې نه دې جوړې کړې، اما دا مانا لري، که بله میاشت افغانستان د پنځو ورځنیو لوبو امتیاز ترلاسه کړي او له تکړه لوبډلو سره لوبیږي نو باید په حوصلې لوبه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *