اسټرالیا د هند په سفر کې کېن ریچارډسن له لاسه ورکړ

لیکنه :بهار سمسور

کین ریچارډسن ورورسته له هغې له لوبډلې بهر کړل شو، چې له دوهمې شل اوریزه لوبې مخکې په تمرین کې يې ځان خوږ کړ.

د اسټرالیاوۍ لوبډلې ډاکټر ډېوېد بیکلي رسنیو ته تاید کړه،پیاوړی لوبغاړی او تېز توپ اچونکی کین ریچارډسن د زخمي کیدو له وجې د کور پر لور ستون شوی دی.

کین ریچارډسن د اسټرالیا په کورنیو بېګ باش لیګ کې د ټورنمېنټ زیاتې ویکېټ اخیستونکی توپ اچونکی و او له همدې وجې ټاکونکی ډلګۍ د هند خلاف لوبډله کې اعلان کړ.

خو له لوبډلې په نیمه لار کې راوګرځیده،ویل کیږي چې د نوموړي پر ځای انډریو ټای لوبډلې ته راغلی.