د پاکستان درې کرکټرانو د انګلنډ سفر له لاسه ورکړ

ولید ( خپلواک)

 په پام کې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۸ نېټه انګلستان هیواد ته د درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبولپاره سفر وکړي،  دوی له سفر مخکې د کورونا وایروس ټیسټونه وکړل، چې پکې د درې پاکستاني لوبغاړو ټیسټونه مثبت راووتل، په یادو لوبغاړو کې  شاداب خان، حیدرعلي، او حارث روف، د کرونا پر ویروس اخته شوي او له همدې امله د انګلستان د سفر څخه لوبډلې  ګوښه شول.

د پاکستان کرکټ بورډ په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې د شاداب ، روف او حیدرمثبتې ازموینې تائید کړې او خبر یې ورکړی چې دوی به له سفر څخه وړاندې ځان ګوښه کړي او ځان به قرنطین کړي.

یادې ازموینې په کراچۍ پيښور او لاهور کې اخیستل کیږي.

د ۲۴ نورو لوبغاړو ازموینې به د سي شنبې په ورځ د رسنیو سره شریکي شي، کوم لوبغاړي چې د کرونا ټیسټ یې منفي و هغه به د جون په ۲۸ نېټه انګلستان هیواد ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.