بابراعظم: کوښښ کوم د ویراټ کوهلي په څېر جوړ شم

عزیزالله عزیزي

بابراعظم یو له هغو بیټسمیانو څخه دی، چې پدې وروستیو کې يې د کرکټ په نړیوال ډګر کې ډيرې هڅې روانه کړي او نوموړی د توپ وهنې په برخه کې د تیرو څو کلونو راهیسې ډير شهرت ترلاسه کړی دی.
بابر اعظم چې د پاکستان د لاهور ښار سره تعلق لري، په دې وروستیو کې ورته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کپتاني هم سپارل شوې ده.
د بابر اعظم د توپ وهنې سټایل او بییټینګ برخه کې بریالیتوب،زیاتره کرکټ مهارین نوموړی د هندي ویراټ کوهلي او نیوزیلنډي کین ویلیمسن سره پرتله کوي.
پخپله بابراعظم وايي، د ویراټ کوهلي ځای ته لا هم ندی رسيدلی او ډير څه دي چې باید ترلاسه شي.
اعظم وویل،(( کوهلي یو بهترین لوبغاړی دی زه له هغه ډير وروسته یم زه باید د هغه ځای ته د رسيدلو لپاره ډیر څه ترلاسه کړم زه هڅه کوم چې د هغه په څير لوبغاړی جوړ شم او د پاکستان لپاره لوبې وګټم.))
د کوهلي سره په یو ورځینو لوبو کې د بابراعظم پرتله کول سره ډير لیرې او توپیر لري.مګر دا هم باید له یاده ونه ایستل شي، چې د کوهلي پاکستانی سيال بابراعظم هم په یوه ښه لار روان دی.
د هندي مبصذ هارشه بوګلي سره په خبرو کې بابراعظم پدې اړه هم خبرې وکړې،چې کله په لومړي ځل د تمریناتو پر مهال د شعیب اختر له بالینګ سره مخ شو.
هغه وویل: (( کله چې ما په لومړي ځل شعیب اختر ولیده. پدې پوه شوم چې څومره چټک بالر به هغه و، نوولس کلنو روزنیز تمرینات و،زه هم بیټينګ ته ورته ودریم هغه ماته وویل، چې باید زما بالونه بلاک کړې او ډرایو شاټ ونه وهې ما د هغه دوه بالونه بلاک کړل او بیا مې ډرایو شاټ وواهه. هغه ماته همداشان لاین بالونه هم ترسره کړل، یو ځل په بونس بال باندې په تیروتنې سره بولډ شوم.))
د یادونې وړ ده چې د بابراعظم په مشرۍ کې به پاکستانۍ لوبډله د یو لړ سيالیو په موخه په نږدې راتلوونکي کې انګلستان ته ولاړه شي.