ویراټ کوهلي پرون ریکارډونه جوړ کړل، نور هم شته

محمود خان منندوی

* ویراټ کوهلي لومړی هندي کپتان شو، چې په ټیسټ لوبو کې یي ۲۵۰ منډې پوره کړې.

* ویراټ کوهلي تر ټولو چټک لوبغاړی شو، چې په نړۍ واله سطحه یي ۲۱۰۰۰ منډې پوره کړې. ( ټیسټ: ۷۰۰۰، یو ورځنۍ: ‍۱۱۵۲۰، شل اوریزي: ۲۴۵۰)

* ویراټ کوهلي تر اوسه د ویسټ اینډیز، نیو زیلنډ، بنګله دېش، سریلانکا، انګلستان او سهیلي افریقا پر وړاندې ۲۰۰ منډې جوړې کړي دي.

* ویراټ کوهلي لومړی هندی کپتان شو، چې پر شپږو مختلفو لوبډلو یي ډبلې سلیزې وهلي دي. هغه تر اوسه ۷ ډبلې سلیزې وهلي دي.

* ویراټ کوهلي تر ټولو تېز کپتان شو، چې ۴۰ سلیزې یي پوره کړې. ( پونټینګ ۴۱ په ۳۷۶ اینینګونو کې، کوهلي ۴۰ په ‍‍‍۱۸۵ اینینګزونو کې)

د نایک کمپنۍ په پاریس کې یوه ودانۍ په ۶۱۳ میلیونه یورو رانیولې ده او پلان لري، تر څو هغه د اروپا په سطحه د خپل تر ټولو ستر پلورنځي بدله کړي.

د بنګله دېش د کریکټ غوره لیګ د 2019/20 فصل د ډیسمبر پر شپږمه پیلیږي او د 2020 د جنورۍ پر یوولسمه پای ته رسیږي.

ګاټزټا ډیلا سپورټ: تر هغه وروسته چې ګټوزو د سمپډوریا وړاندیز رد کړی، اوس مهال د دې کلب د نوي روزونکي په حیث ممکن کلوډیو رانیري وټاکل شي.

اې ایس ورځپاڼي ویلي دي، چې ریال ماډریډ د سالزبورګ کلب د لوبغاړي ایرلینګ هالنډ سره علاقه لري او د رانیولو پلان یي لري.