کین ریچارډسن او ادم زمپا  بیرته رائل چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره یو ځای شول

ولید خپلواک

رائل چیلینجرز بنګلور لوبډله چې د ویراټ کوهلي تر رهبرۍ لاندې ده، تمه لري چې د روان دیارلسم پړاو اتلوالي به ترلاسه کړي.
دې لوبډلې د ځان سره دوه استرالیایي لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړل.
ادم زمپا، او کین ریچارډ سن، به دا ځل په هندي آی پي ایل لیګ د رائل چیلینجرز بنګلور لپاره ولوبیږي.
بنګلور لوبډله بیا له ځانه سره په لوبډله کې د سوکه توپ اچوونکو په لړ کې معین علي، چهل، واشنګټن سنډر، او پوان نیګي، لري چې د زمپا سره به یې د سپین باولینګ لیکه نوره هم پیاوړي شي.
د بنګلور لوبډلې مشر روزونکې مایک هیسن د ادم زمپا او کین ریچارډسن په راتګ خوښې ښودلې، هغه زیاته کړې چې زمپا به د چهل سره زمونږ د سپين باولینګ برخه ډېره غښتلې کړي.
زمپا تراوسه ویراټ کوهلي ۷ ځله او د ممبیي انډینز لوبډلې مشر روهیت شرما یې بیا پنځه ځله اوټ کړی دې.
کین ریچارډسن مخکې خبر ورکړی و چې نوموړی د خپل ماشوم د زیږدو له امله نشي کولای چې په آی پي ایل سیالیو کې ګډون وکړي.

یاده دې وي چې د هندوستان تجارتي آی پي ایل سیالۍ د روانې سيپټمبر په ۱۹ نېټه پیليږي.