رحمت الله وحدت
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرافغان په خپله وروستۍ مرکه کی ویلي دي چې د بنګلور په کوربتوب روان روزنیز کمپ ښه روان دی او دوی په کی د بیټینګ د پیاوړي کولو هڅه کوي.
د ښاغلي افغان په وینا، دا چی افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته روانه ده نو دوی په شنو ویکټو تمرین او سیالۍ کوي ترڅو ورته ښه تیاری ونیسي.
د اصغرافغان په خبره چی مینه وال باید کرکټ ملي لوبډلې ته دعاګانی وکړي او په لوبو کی ښه ځلیدل دوی ته پریږدي چې افغانستان ته ویاړونه وګټي.