ثناگل گلزار

په پیل کې ایرلېنډۍ لوبډلې ټاس وګاټه او خپله یې د بېټېنګ کولو پرېکړه وکړه .ایرلېنډۍ لوبډلې د ۴۹.۲ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

افغان بالرانو په خپل ځای ښه توپ اچونه وکړه.
مجیب الرحمن ځدراڼ په لسو اورونو کې د مخالفې لوبډلې دری لوبغاړي وسوځول او یوازي څوارلس منډي یې ورکړې.

دولت ځدراڼ هم په لسو اورونو کې دری ویکټې واخیستې او ایرلېنډۍ لوبډلې ته یې ۳۵ منډې ورکړې.

په دوهم اینینګ کې افغان توپ وهوونکې میدان ته راښکته شول. افغان پیلوونکو لوبغاړو شهزاد محمدي او حضرت ځاځي ښه پیل وکړ او د ۱۳ اورونو ګډې ملګرتیا په مټ یې ۴۳ منډې جوړي کړې.
تر ټولو ډېرې منډې ګلبدین نایب وکړې کړې، چې په ۶۱ بالونو یې ۴۶ منډې جوړې کړې او ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان لوبډلې د ۴۱.۵ اورونو په لوبولو سره په پنځو ویکټو د ایرلېنډ ۱۶۲ منډو هدف ترلاسه او لوبه یې د ځان په بریا پای ته ورسوله.

د افغانستان او ایرلېنډ ملي لوبډلو تر منځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ وي