راشد خان د ایرلینډ خلاف په ۱۰ سیالېو کې ۲۹ ویکېټې اخیستي

عزت الله الفت

راشد خان په نړیوالو شل اورېزو لوبو کې د لومړي ځل لپاره په وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې ۳ پرلپسې ویکېټې واخیستې، چې هېټریک بلل کېږي او په دې هیټریک سره یې ځان د لومړي افغان په توګه چې تر اوسه دا کار کوم بل افغان لوبغاړي نه وو کړی، په خپل نوم ثبت کړ.

د راشد خان دا  دوهم  ځل دی، چې په شل اورېزه لوبه کې ۵ ویکېټې اخلي، نوموړي د لومړي ځل لپاره هم د ایرلینډ خلاف د ۳ منډو په ورکړې سره ۵ ویکېټې اخیستې وې.

اخوا راشد په ۳۸ شل اورېزو لوبو کې ۷۵ ویکېټې پوره کړې.

راشد خام اوس مهال د شل اورېزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او همدې لومړي مقام په در لودلو سره یې د نړیوالو کرکټ مبصرینو پام ځان ته را اړولی دی.

خان د افغان ملي لوبډلې ورو توپ ویشتونکی او پیاوړی توپوهونکی لوبغاړی دی چې تل یې د ملي لوبډلې لپاره ویاړونه په برخه کړي دي او د نوموړي په ګډون د محمد نبي او مجیب الرحمن د شریک ښکار له برکته یې زیاتې سیالۍ په خپل نوم کړي دي.