محمد اسماعیل ملکزی
تیره شپه د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو ترمېنځ دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره شوه، په دې سیالېو کې لومړۍ توپوهنه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ترسره کړه، دې لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کي ویسټ انډیز ته د ۱۸۳ منډو هدف په واک کې ورکړ.
د هدف د ترلاسه کولو په موخه د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله د لوبې میدان ته راښکته شوه چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې  د ویسټ انډیز لوبډلې ته حیرانوونکې او سخته ماته ورکړي، ویسټ انډيز په توپوهنه کې ناتوانه ښکارېده او ټوله لوبډله یې په ۴۵ منډو کي وسوځېده.
انګلستان درې شل اوریزو لوبو سیریز کي ۲-۰ مخکی والي لري
له ویسټ انډیز وړاندی دنیدرلینډ لوبډله په ۲۰۱۴ کال کي دسریلنکا په وړاندی په ۳۹ منډو باندې سوځیدلي وه