څلور اتیا کلنې ورزشکارې فلورنس فیلیون میلر ۷ مډالونه وګټل

امنه خان عزیزي

مېرمن میلر د دړۍ په ډېر عمر لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې چې تېره اوونۍ په پولنډ ترسره شوې د اتیا کلونو د عمر په کټګورۍ کې څو مډالونه وګټل.

مېرمن میلر د امریکا ملي راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال ویلي، د درې نورو مېرمنو سره یوځای یې د اتیا کلونو په کټګورۍ کې نوی نړیوال ریکارډ ساتلی.

مېرمن میلر د ډېر عمر لرونکو ورزشکارانو د اتلتیک په لوبو کې سرو زرو اووه مډالونه وګټل.

مېرمن هغه وخت چې ٦٠ کلنه وه او او د ډېر عمر لرونکو ورزشکارانو  په نیزې باندې د ټوپ کولو سیالۍ لیدلي؛ نو له دغې ورزش سره یې مینه پیدا شوه او په دې اړه یې فکر وکړ چې ((هغوی دومره لوړ ټوپ نه شي وهلی، نو ما له ځان سره وویل چې زه له دوی دا کار ښه کولی شم))

مېرمن میلر بیا په ٦٥ کلنۍ کې دغه ورزش ته مخه کړه او دغه ورزش یې پیل کړ. چې په اوونۍ کې پنځه یا شپږ ورځې د ورزش پر همدژ تمریناتو بوخته وي.

فلورنس فیلیون میلر تر دې مخکې د اوبو پر مخ د سکی حرفوي ورزش کاره وه.