د لامبو وهلو یو افغان معلول د سرو زرو ۴ مډالونه وګټل

 افغان معلول لامبوزن د ډېسمبر په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ له ۵۰ نیولې تر ۱۰۰ متره پورې واټن لامبو وهلو سیالیو کې ګډون کړی و، چې څلور د طلا مډالونه یې تر لاسه کړل.

 عباس کریمي د دوشنبې په ورځ د امریکا په متحده ایالاتو کې په درې ډوله لامبو وهلو سیالیو کې دا مډالونه واخېستل، نوموړی په کرال پنځوس متره سیالیو، په فري سټایل سل متره سیالیو او لامبو پرواني ۵۰ متره سیالیو کې اته ځلې ګټونکی اعلان شو.

 دا سیالۍ د امریکا په ټکزاس ایالت کې ترسره شوې، چې مختلفو لامبو وهونکو لوبغاړو پکې ګډون کړی و.

 عباس کریمي ۱۴ کلن و، چې د افغانستان لپاره یې د معلولو لوبغاړو په منځ کې د لامبو وهنې سیالیو نماینده ګي پیل کړه.

 هغه په ۲۰۱۷ م کال کې هم د امریکا په متحده ایالاتو کې د اتلس هېوادونو د لامبو وهونکو لوبغاړو په منځ کې لومړی مقام اخېستی و او هغه مهال یې هم دوه د سرو زرو مډالونه د افغانستان په نوم کړي وو.