د فوټبال نړۍ

محمود خان منندوی

په چمپیونز لیګ کې د لوبېدو راهېسې اینټر میلان د دوهم ځل لپاره په ګروپي پړاو کي اوټ شو.

 د دې تر څنګ کونټي په چمپیونز لیګ کې د هیڅ کلب سره د یو پر څلورم پړاو څخه مخته نه دی تللی. ( یوونټوس، چیلسي او اینټر میلان )

د چمپیونز لیګ و اوټیدونکي پړاو ته د لیپیزیګ په لارې موندني سره، ناګلزمن د دې لیګ د تاریخ تر ټولو ځوان روزونکی شو، چې لوبډلې یي د ګروپي پړاو څخه صعود وکړ.

فرانک لمپارډ د تاریخ یوازینی انګلیسی دی، چې د لوبغاړي او روزونکي په توګه یي د چمپیونز لیګ اوټېدونکي پړاو ته یي لاره پیدا کړې ده.

ریال ماډریډ د چمپیونز لیګ په دوهم پړاو کې د لاندې غښتلې لوبډلو څخه د یوې سره مخ کېږي:

بایرن میونیک، منچسټر سیټي، یوونټوس، لیورپول او لیپیزیګ.