د افغانستان معلولینو بنګله دیش ته ماتې ورکړه

د انګلینډ په کایډرمنیسټر کرکټ لوبغالي کې د افغانستان د معلولینو لوبډلې نن (دوشنبه – اګست ۵) د معلولینو د نړیوالې لړۍ (سریز) د سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنکله دیش ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

بنګله دیش پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې په شلو اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ اچونکو کې طفیل او جمیل درې – درې زبیر دوه او شیرین اغا یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د دوه ویکټو په له لاسه ورکولو سره په ۱۵،۱ اور کې ترلاسه کړ.


په توپوهنه کې محمد اشرف ۸۱ ناسوځیدلې، جمیل ۳۸ او محمدالله ۱۶ منډې جوړې کړې. 


محمد اشرف چې د شپږو شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ یې ۸۱ منډې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادونې ده چې افغانستان به خپله دویمه لوبه سبا له پاکستان سره کوي.