د بلاسټ سیالېو په لړ کې د مجیب لوبډلې څلورمه بریا خپله کړه
خان وزیر عابد
د انګلستان په تجارتي لیګ ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې تېره شپه د مجیب الرحمان اړوند مېډل سېکس لوبډلې په خپله شپږمه لوبه کې سمر سېټ لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.
په دې لوبه کې پچه د سمرسېټ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، مېډل سېکس لوبډلې هم په لومړۍ توپ وهنه کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو شلو اورونو کې سمېر سېټ لوبډلې ته د ۲۱۶منډو هدف وټاکه.
د مېډل سېکس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ای بي ډیویلیرز تر ټولو ډیرې ۸۸ منډې وکړې، ورسره میلان ۵۶ او پاول سټرلېنګ ۳۴ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.
د سمر سېټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې لامنبي دوه لوبغاړي وسوځول، دغه راز ټایلر او اورټن یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ خو د لوړ هدف مخه یې ونه نیوله.
د سمر سېټ لوبډلې ټاکل شوی د ۲۱۶ منډو هدف په ټول توان سره پوره نکړ ،د دوی ټوله لوبډله په اتلسم اور کې د ۱۸۰ منډو په کولو سره وسوځېده او یاده سیالي یې د ۳۵ منډو په توپیر سره بایلوده.
د سمر سطټ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بانټن ۴۱، هيلډرن ۲۸، او ابيل ۴۱ منډي وکړې، خو په وروستیو کې ګټلې سیالۍ له لاسه ووتله او وې بایلله.
د مېډل سېکس لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې سوټېر څلور لوبغاړي، فېن او افغان لوبغاړي مجیب الرحمان دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.
دا سیالي د ۳۵ منډو په توپیر سره د مجیب اړوند مېډل سېکس لوبډلې وګټله.
ای بي ډیولیرز د دې لوبې غوره لوبغای وټاکل شو، نوموړي ۸۸ چټکې منډې جوړې کړې وې.
ميډل سېکس لوبډله په خپل ګروپ دریم ځای لري.