د ویټالټي بلاسټ سیالیو په لړ کې تیره شپه نبي مجیب ته ماتې ورکړه

عبدالولي عمري
د محمد نبي کینټ لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو په خپلو اورونو کي د ۲۰۴ منډو هدف د مجیب الرحمن میډل سیکس لوبډلې ته ورکړ.

دې لوبه کې محمد نبي خپلي لوبډلې ته ۹ منډې وکړې.
اوتوپ اچونه کې یې بیا په څلورو اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او په بدل کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د مجیب الرحمن لوبډلې بیا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو په خپلو ټولو اورونو کې ۱۷۶ منډې وکړې، خو لوبه یې بیا د ۲۸ منډو توپیر وبایلله.

دې لوبه کې مجیب الرحمن د خپلې لوبډلې په ګټه کومه ویکټ ترلاسه نه کړه، مجیب څلور اوره کې ۲۵ منډې ورکړې.

د محمد نبي لوبډله په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري، دې لوبډلي پنځه لوبې ترسره کړي، ټولي یې ګټلي او لس نمرې لري.
د مجیب الرحمن لوبډله بیا تر محمد نبي کښته دوهم مقام لري، دې لوبډلې هم پنځه لوبي ترسره کړې چې درې یې ګټلي، دوې یې بایللي او شپږ نمرې لري.