د مرکزي اسیا فوټبال سیالېو کې تاجکستان لوبډلې بریا ترلاسه کړه

احمد مسعود

د مرکزي اسيا فوټبال سيالېو کې د تاجکستان 16 کلنو فوټبال ملي ټیم په 13 نمرو سره اتلولي وګټله.

دوهم مقام د ازبکستان 16 کلنو ملي ټیم په 10 نمرو سره ترلاسه کړ.

دريم مقام ته بيا د ایران 16 کلنو فوټبال ملي ټيم په 9 نمرو سره ځان ورساوه.

افغانستان هم په 7 نمرو سره څلورم ځاي خپل کړی دی چې په پنځو سیالیو کې يي دوې وګټلي، دوې وبايلي او يوه يي هم مساوي کړه، د دې سياليو د ډيرو ګول وهونکي جايزه هم د افغانستان لوبغاړي محمد ذکريا حسيني ته ورکړل شوه.

په دې سياليو کي افغانستان، ايران ، تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان او د ترکمنستان 16 کلنو فوټبال ملي ټیمونو ګډون درلود.