سکاټلنډ کې د سر په ضربې سره پر ګول وهلو بندېز ولګېد

محمود خان منندوی

 په وروستیو کلونو کې له پرلپسې څېړنو څخه دا معلومه شوې ده، چې د سر سره د توپ نښلېدل تاوان پېښوي. اوس د سکاټلنډ د فوټبال اتحادیې دا پریکړه کړې ده، چې نور به د کوچنیانو د فوټبال لوبو کې د سر پواسطه ضربې نه وهل کېږي.

 د اینډیپینډینټ د راپور له مخې، دغه پریکړه د سر سره د توپ د نښلیدو او د عقل د زوال کېدو د مخنیوي په خاطر شوې ده. دې ته ورته پریکړه په 2015 م کې د امریکا په ښکته درجو فوټبال لیګونو کې شوې وه او اوس سکاټلنډ لومړی اروپایي هیواد شو، چي دا ډول قانون پکې وضع کېږي.

 دغه پریکړه به د راتلونکو اوونېو څخه د 12 کلونو څخه په کم عمره لیګونو کې د عملي کولو وړ وي.

 دغه تصمیم له هغه وروسته ونیول شو، چي په تېره اکټوبر میاشت کې د ګلاسکو پوهنتون په یوې څېړنه کي دې ته پاملرنه وشوه، چې تېر فوټبالران 3.5 برابره نسبت و عادي کسانو ته ډېر د مغزي مریضېو سره ورته په مریضیو اخته کېدل، چي وروسته به مړه شول.