د ایرلینډ پر وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې پنج شنبه د لوبو لړۍ پیلوي

ـــ تاند

په پام کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې پنج شنبه د ایرلینډ پر وړاندې د لوبو لړۍ پېأ کړي. د بېلابېلو لوبو په لړ کې به د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړی درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي، چې ددې سیالېو لپاره افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو جدا لېست خپور کړی دی.

 ورپسې به پنځه یو ورځنۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو تر مېنځ ترسره شي چې ددې سیالېو لپاره هم د لوبغاړو بېل لېست خپور شوی دی او دغه راز په پای کې به یوه ټېسټ لوبه هم ترسره شي چې افغان پیاوړی توپ اچونکی مجیب الرحمن به پکې ونه لوبیږي.

اوسمهال افغان لوبډله هند ته تللې او د یادو سیالېو لپاره یې په خپلو کې ډېرې تمریني سیالۍ ترسره کړې، چې د لوبډلې په پياوړتیا کې خورا مهم رول لري. افغان پیاوړی توپ اچوونکی حمید حسن چې د ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ ویشتونکی وو او په لوبډله کې به یې خورا مهم رول لوباوه، هم په یاد تمریني کپ کې له ملي لوبډلې سره په تمریناتو بوخت دی.

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ماښام پنځه نیمې بجې پیلیږي.