پاکستان ته ماتې د دوو هیوادونو د ټیمونو لپاره څومره مهمه ده

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمریني خو په عین حال کې له رقابته ډکه مسابقه کې پاکستان ته په درې ویکټونو ماتې ورکړه.

سره له دې چې دا سیالي د دوو ټیمونو په نړیواله درجه بندۍ او ریکارډ کې نه حسابېږي، خو د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه وه چې تر دې وړاندې یې پر انګلیستان ټولې سیالۍ وبایللې او نړیوال جام ته په خرابه روحیه روان دی.

خو له بلې خوا افغان لوبغاړو ته پیاوړې روحیه ورکوي ځکه چې د تېر نړیوال جام اتل یې په ګونډو کړی دی.

افغانستان تر دې وړاندې له سکاټلنډ او آیرلنډ څخه هم دوې مسابقې ګټلي او یوه یې د سیال په کور (شمالي آیرلنډ) کې بایللې ده.

په ننۍ مسابقه کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې بیټنګ غوره کړ ځکه چې ویل کېدل چې د انګلیستان د بریستول میدان لومړی بیټنګ ته مناسب دی.

خو له دې سره سره د پاکستان ټول ټیم مخکې تر دې چې خپل ۵۰ اوورونه پوره کړي وسوځول شو.

پاکستان ۲۶۲ منډې جوړې کړې او تر ټولو ډېرې منډې بابر زمان وکړې. ده په ۱۰۸ توپونو ۱۱۲ منډې وکړې. شعیب ملک په ۵۹ توپونو ۴۴ او امام الحق په ۳۵ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

حمید حسن د پاکستان لومړنی لوبغاړی وسوځاوه. حمید حسن لږترلږه د یوه بل لوبغاړي د سوځولو مسحق هم و چې افغان لوبغاړو یې کچ میس کړ.

محمدنبي خورا ښه باولینګ وکړ. ده په ۱۰ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول. راشد خان بیا نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول بلکې خورا کم رنزونه یعني ۲۷ منډې ورکړې.

د پاکستان ۲ نور لوبغاړي دولت ځدراڼ او یو هم افتاب عالم وسوځول.

د بیټنګ لپاره شهزاد محمدي او حضرت شاه ځاځي لومړی میدان ته راووتل او دواړو د پاکستاني لوبغاړو روحیه کمزورې کړه. حضرت الله ځاځي ۴۹ منډې وکړې او شهزاد د ۲۳ منډو له کولو وروسته ژوبل شو او له لوبې ووت. حشمت الله شهیدي د ډېرو نورو وختونو په شان ښه وځلېد. تر پایه ونه سوځېد او ۷۴ منډې یې وکړې. رحمت شاه ۳۲، سمیع الله شینواري ۲۲ او محمد نبي ۳۴ منډې وکړې. د ښې لوبې په نتیجه کې افغانستان دا مسابقه په ۳ ویکټونو او ۲ توپونو وګټله.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکوي.