نن شپه | حیات الله ستانکزی
: له سهاره په کلي کې د کرکټ خبرې روانې وې ، نن د پاکستان له ملي ټیم سره د کرکټ لوبه لرو ، هرچا ته ولې دا لوبه مهمه ده ، پاکستان زمونږ ګاونډی مسلمان هیواد دی. نو ولې ټولو ته د لوبې ګټل یو ستر ارمان ښکاري ، عوامل یې هم ډیر ښکاره او څرګند دي. پاکستان نه غواړي افغانان په هیڅ ډګر کې پرمختګ وکړي ، تل یې مونږ ته په سپک نظر کتلي ، تل یې دلته بل شوي اور ته لمن وهلې ….
لوبه پیل شوې مونږ په کور کې تلویزیون نلرو له رادیو څخه د لوبې بهیر په ژوندی بڼه آورو ، د لوبې وروستۍ شیبې دي بالاخره افغان اتلانو لوبه وګټله د افغانانو په غمجن وطن څو شیبې خوښۍ خپلې وزرې خورې کړې، مشعل زوی مې څنګ ته پروت وو ، رادیو ته غوږ غوږ وو ، د لوبې په ګټلو سره یې د کوټې منځ ته منډه کړه ، خپل لاسونه یې د غرور په بڼه پورته کړل او څو ځلې یې چغه کړه زنده باد افغانستان ….
زنده باد افغانستان حیران پاتې شوم دا ۷ کلن ماشوم او دومره جذبه له وطن سره دومره مینه دا هرڅه چا ور زده کړل ، دلته خو نه مور او پلار او نه ښوونکی د وطن په اړه خبرې کوي ، دلته خو دا خبرې سیاسي ګڼل کیږي او ګناه لري ، نو دا مینه له کومه شوه ، شاید له وطن سره مینه به د انسان په فطرت کې وي ….
له څو شیبې خوشحالي وروسته ویده شولو لامو سترګې نه وې ورغلې ، چې د هاوان د مرمۍ له غږ سره نیغ په ځای کې را کیناستم، څو شیبې خاموشي شوه ، خو بل هاوان ډیر نږدې ولګید، زوی مې په خوب کې وډار شو چغه یې کړه او له چغې سره منډه کړه سر یې په دیوال ولګید، په غیږ کې مې ونیوه، زګیروی یې کاوو، ویل یې سر مې خوږ شو، د مبایل ګروپ مې رڼا که، سر یې د چهارمغز په اندازه پټسیدلی وو، فکر مې خراب شو، ډزو لا دوام درلود، زوی مې نالښت کاوو ، زمونږ خوښۍ یو ساعت هم دوام ونکړ، شاید زمونږ به نصیب همداسې وي، زنده باد افغانستان چغې یې را په زړه شوې، سترګو نه مې اوښکې وڅڅیدې ، ځان سره مې وویل کاش مونږ لوبه بایللې وای، خو سوله وای، کاش مونږ هیڅ د کرکټ ټیم نلرلی ، خو دلته وینې نه بهیدی، خپلواکي مو لرلی او دیو بل مرګ ته مو اتڼ نه کوالی ……