ولې اصغر ستانکزی…! || جان اغا بهار

نه یوازې کرېکټ؛ بلکې د ژوند هره لوبه دوه اړخونه لري، ګټل او بایلل، لوېدل او پورته کېدل.

خو مونږ ولې داسې یو، ستونزه څه ده؟

مونږ ټول عمر احساساتي پرېکړې کړي دي، احساتي نظر مو اظهار کړی دی او تقریباً هر وخت د انساني عواطفو ښکار شوي یو، حتی عادي حالت کې هم برابر نه یو!

په ستاینې او چیلنجولو دواړو کې له افراط او تفریطه کار اخلو.  یو څوک دومره وستایو چې، هغومره نه ارزي، یو چا خپله ورسپارل شوې دنده او مسوولیت ادا کړی وي، هغه دنده چې په مقابل کې یې امتیاز اخلي او د همدې دندې لپاره ګمارل شوی وي. مونږ یې په ستاینې پسې راواخلو، سړی بره اسمان ته وخېژو.

واه خلکه! ولې داسې کوئ؟ پرېږده چې خپل کار وکړي او همدا یې دنده ده، څه د خدای د رضا لپاره نه دی لګیا، په بدل کې یې ښه ډبل امتیاز اخلي، همدلته یې خوري، څښي. نو نه څه وشو، چې خپل کار یې په هغه ډول وکړ، چې تقاضا یې کېده؟

ځواب مو دا وي، چې مونږ د تشویق لپاره دا کار کوو؛ ترڅو لا تکړه شي او کار وکړي. زمونږ ښه نیت بد شي، سړی کوږ شي، کارونه یې کاږه شي، لټ شي، زړه یې نه لګي.

ـــــ

اصغر ښه لوبغاړی دی.

د کرېکټ له پیله یې تر تېرو دریو کلنو پورې ښه لوبه کړې، کار کرده ګي یې ښه وه، اما له تېرو دریو کلنو چې نوموړي ته د لوبډلمشرۍ دنده سپارل شوې، ښه کار کرده ګي یې نه ده کړې، ممکن یو اړخ د فشار او د ښې لوبې د نه کولو کېپټاني وي. په دې هم باید سترګې پټې نه کړو، چې د اضغر په لوبډلمشرۍ کې تر بل هر لوبډلمشر افغان لوبډلې ډېرې سیالۍ ګټلې دي. خو د دې ټول کریډیټ باید اضغر ته ورنکړل شي، په دې برخه کې د کوچ، لوبغاړو لوی لاس دی، خپله وړتیا یې ثابته کړې ده. خواري یې کړي ده او با الاخره ټول افغان ملت یې خوشاله کړی دی!

اضغر هم ګرمۍ، یخنۍ ته نه دي کتلي، هر وخت یې له لوبډلې سره یوځای د ګټلو هڅه کړې ده؛ څومره یې چې توان وي. هېڅوک او هېڅ لوبغاړی نه غواړي چې مات شي، ځکه د انسان فطرت داسې دی، چې تل باید ګټونکی و اوسي، د ماتي او وروسته پاتې کېدلو د زغم برداشت سخت دی؛ خو مجبوره یې چې دا ورځې، شپې به هم تجربه کوې، حتمي راځي، دا د انسان ارادي ځواک نه دی.

مونږ هر وخت هر د خپلو سیاسونو، لوبغاړو او نورو هېوادولو چې یوه معمولې تېروتنه یې کړې ده، ښکنځلي، رټلي او توهین کړي دي، د خپل زړه بړاس مو پرې ایستلی. شریعت او قانون هېچاته د دې حق نه ورکوي، چې یو څوک دې بل څوک په شکل د اشکالو توهین، تحقیر او تخویف کړي. بلکې د دې اعمالو کوونکي یې مسوولین بللي او منع یې ویلې. د افغانستان د جزا قانون د افترا تر عنوان لاندې د یو چا توهین، تحقیر او تخویف جرمي اعمال ګڼلي دي او په مقابل کې یې ورته جزا ټاکلې ده، شریعت هم نفي کړي دي.

خو مونږ ته راکړل شوې بې بندوباره ازادۍ مونږ نه ټول دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونه هیر کړي دي، توهین، تحقیر او ښکنځل څه چې د خلکو خصوصي خریم د ننوتلو حق مو هم ځانته ورکړی دی.

خو پر کرېکټ بورډ اضغر ستانکزي او هر بل لوبغاړي چې ښه کارکرده ګي نه کوي، د نېوکې ځای دا دی، چې مونږ اوس یو پياوړی کورنی کرېکټ لرو، ډېر ښه ځوان لوبغاړي په کې شته چې د زړو لوبغاړو ځای نېولی شي او د هغوی کمی نه محسوسیږي، راشد ارمان، مجیب زدران او ظاهر خان د همدې لړۍ ستوري دي، چې خاص نوم او ځای یې خپل کړ.

اضغر که پر ځان پوهیږي چې نوره د کرېکټ انرژي نه لري، نو په خوښۍ دې دا ځای یو بل راتلونکي نوي لوبغاړي ته پرېږدي، لوبډلمشري دې په ملي لوبډله کې یو بل وړ لوبغاړي ته پرېږدي؛ ترڅو به همدا اضغر وي، شاپور هم همداسې در واخله بل هم…. حمید حسن له کرېکټ لرې شو، اما ډېره اړتیا ورته نه لیدل کېږي، کنه د خپل وخت تر ټولو ښه توپ اچوونکی و، کومې لوبه کې به چې نه و، اخېستل شوی ماته به د هغې لوبې نندارې کولو هېڅ خوند نه راکوو، همداسې کریم صادق ولې اوس د دوی ځای نورو لوبغاړو ونېو، تشه یې نه محسوسیږي.

کرېکټ دې له سیاسته او وراثته لرې وساتل شي، دا مهمه نه ده چې د اضغر، یا نوروز منګل ورور د لوبې وړتیا نه لري؛ خو د دوی پر سترګو او واسطې لوبه کې ځای ورکول کېږي او لوبیږي، دا ظلم هم دی، د نورو لوبغاړو زړه ورسره ماتیږي!

اما که وړتیا یې لري، نو مونږ ته په کار نه ده، چې ووایو دا د نوروز او اضغر، یا بل … ورور دی ځکه یې راوستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *