افغانستان به لومړنۍ ټیستلوبه په هند کې وکړي

تاند- د هند کرکټ بورډ نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې افغانستان به لومړنۍ ټیسټلوبه په هند کې وکړي.

د هند د کرکټ بورډ (Board of Control for Cricket) موقت سرمنشي امیتاب چودري له یوې ځانګړې غونډې وروسته وویل، هند له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې په درې فورمټونو (ټیسټ، یو ورځینۍ او شل اوره) کې د ۸۱ مسابقو کوربه توب ته تیاري نیسي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په ټویټر کې تایید کړه چې افغانستان به لومړنۍ ټیسلوبه د نړۍ له لومړی درجه ټیم هند سره وکړي.

مشعل همداراز ویلي چې د مکسابقې دقیقه نېټه او لوبغالی به وروسته د دواړو هیوادونو له لوري په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان شي. مشعل له هند څخه د دې پرېکړې په خاطر مننه کړې ده.

2ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله لومړنۍ ټیست سیالي په ۲۰۱۹ م کال په استرالیا کې وکړي خو چودري وايي چې د افغانستان او هندوستان د دوستۍ او د اړیکو د نژدې والي له کبله به افغانستان لومړنۍ ټیستلوبه په هند کې وکړي.

د هند کرکټ بورډ هم تراوسه پورې د افغانستان د لوبډلې د ټیستلوبې لپاره نېټه نه ده ټاکلې.

د کرکټ نړیوالې شورا د سږ کال په جون میاشت کې د افغانستان کرکټ ته د ټیست د نړیوالو سیالیو مقام ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *