افغانستان او آیرلنډ به ۳ یو ورځینۍ مسابقې وکړي

تاند- د افغانسشتان د کرکټ ملي لوبډله به په دسمبر میاشت کې په شارجه کې له آیرلنډ سره ۳ یو ورځینۍ نړیوالې مسابفې وکړې.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان دغه راز په پام کې لري چې خپله لومړنۍ یا افتتاحي ټیسټ مسابفه (۵ ورځیني) له زیمبابوې سره وکړي.

د شارجه د لوبغالي منېجر مظهر خان نن /یکشنبه/ فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«موږ د افغانستان او آیرلنډ د لوبډلو ترمنځ په دسمبر کې د ۳ یو ورځینیو سیالیو کوربانه یوو. همداراز زموږ په میدان کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټیسلوبې په اړه خبرې روانې دي. دا به د افغانستان لپاره پرانیستونکې ټیست مسابقه وي.»

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ درې یو ورځینۍ مسابقې به د دسمبر په پنځمه، اوومه او لسمه وي.

افغانستان او آیرلنډ ته د سږ کال په دوبي کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو.

ټاکل شوې ده چې آیرلنډ خپله لومړنۍ یا د ټیست پرانیستونکې مسابقه په خپل هیواد کې د راتلونکي کال په مې میاشت کې وکړي.

د شارجه کرکټ لوبغالي منېجر مظهر خان وویل«موږ تیار یوو چې د افغانستان او زیمبابوې د ټیسلوبې کوربانه واوسو.»

ده همداراز وویل چې د مسابقې پر جزییاتو به ژر پرېکړه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *