هاکي| هند پاکستان ته ماتې ورکړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي | هندوستان د هاکي په اسیايی جام یا  ایشیا کپ لوبو کې د پاکستاني لوبډلې پایلوبې ته د تګ خوبونه په اوبو لاهوکړل.

د بنګله دېش په مولانا بهشاني هاکی لوبغالي کې د دواړه لوبډلو ترمنځ له یوې په زړه پوری لوبې ورورسته هندې لوبډلې پاکستاني هاکي ټیم ته د صفر په وړاندې په څلور ګولونو ماته ورکړه.

پاکستاني لوبغارو ډیرې هڅې وکړې ،خو ونه توانیدل چې د هندوستان هاکي ټیم د ګول دروازه خلاصه کړي.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ دا په مجموع کې (۱۷۱) لوبه ده چې له ډلې یی (۸۲) پاکستان او(۵۴) هندوستان ګټلي دي.

د یادوني ده چې له دې وړاندي په لومړي راونډ لوبو کې  هم هندوستان پاکستان ته درې په یو ماته ورکړي وه.

دا په داسې حال کې ده چې هاکې د پاکستان ملي لوبه  ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *