د لومړي ځل لپاره د اتلانو جام په پایلوبه کې پاکستان هندوستان ته ماتې ورکړه

لیکنه: حضرت عثمان نوري –

د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو پایلوبه د کابل پروخت دوه بجې پرون یکشنبه د انګلستان په لندن ښار کې پېل شوه.

د لوبې پچه هندوستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. که څه هم دغې پریکړې هندوستان له یو سختې ماتې سره مخ کړ خو د پاکستان لوبډلې پرې هم د طمعې خلاف توپوهنه ترسره کړه.

د لوبې د پېل لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دوه تېزو اًپنرانو فخر زمان او اظهر علي لوبې ته ښه پېل ورکړ. د پاکستان او په ځانګړي ډول د فخر زمان او اظهر علي سره په پایلوبه کې بخت ډېره یاري وکړه، لومړی د پېل په اورونو کې بومره په بهترینه توپ اچونې سره د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکي ام ایس ډهوني ته د فخر زمان کیچ ورکړ، خو توپ یې فري هیټ (نو) وو، دوهم وار اظهر علي دوه ځلې له رن اوټ څخه بچ شو او یو ځل یې کیچ هم ډراپ شو.

د سیالۍ په لومړۍ پاڼې کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له لورې لومړی اظهر علي او بیا فخر زمان نیمه، نیمه سیلیزې ووهلې. له یو څه وخت وروسته د لوبې په څلوروبشتم اور کې اظهار علي خپله ویکټ بومره ته رن اوټ ورکړه او نوموړي په ۸۹ توپونو ۵۹ منډې جوړې کړې. له اظهار علي وروسته بابر اعظم فخر زمان سره توپوهنې ته راغی. فخر زمان چې د مردان پښتون لوبغاړی دی، د پاکستان په ملي لوبډله کې د هند په وړاندې ډېر ښه ولوبېده. په دې سیالۍ کې له کلونو وروسته د هند پر وړاندې د پاکستان پیل د پښتون لوبغاړي په سلیزې وشو. نوموړي د پای لوبې په سیالۍ کې یې په ۱۰۶ توپونو ۱۱۴ بهترینه منډې جوړې کړې.

له فخر زمان وروسته شعیب ملک توپوهنې ته راغی او نوموړي له بابر اعظم سره توپوهنې ته دوام ورکړ. د پاکستان کرکټ ملي لوپډلې د لوبې په ۳۸.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو او د ۶.۲۹ رنځ ریټ په درلودلوسره ۲۳۶ منډې جوړې کړې وې، خو د لوبې په ۴۱م اور کې پاکستان بیا ۲۶۲ منډې جوړې کړې وې او خپل درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړي وو. بالاخره پاکستان د پنځوسو اورونو په لوبولو او د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ټول ټال ۳۳۸ منډې جوړې کړې او د ۳۳۹ منډو هدف یې سیالۍ لوبډلې ته ورکړ.

په ترسره شویو منډو کې پښتون لوبغاړي فخرزمان ۱۱۴، اظهر علي ۵۹، محمد حفیظ ۵۷، بابراعظم ۴۶، شعیب ملک ۱۲ او عماد وسیم بیا ۲۵ منډې جوړې کړې. د هدف د ترلاسه کولو په موخه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي توپوهونکي راښکته کیږي، خو بخت ورسره یاري نکوي او د هدف د ترلاسه کولو په موخه یو ناکامه پېل د هندوستان ملي لوبډلې ته اخلي.

د هندوستان دپېل دواړه ویکټې پاکستانی محمد عامر واخیستې او د هندوستان بریا یې شکمنه کړه، نوموړي په لومړیو اورونو کې د هند دوه اپنران د شپږو منډو په ورکول سره له مخې پورته کړل. د لوبې په ۲۷ اور کې د هند ملي لوبډلې ۱۵۴ منډې وې او خپل اووه لومړي توپوهونکي یې له لاسه ورکړي وو، په هغه وخت کې هندوستان ته د درې لوبغاړو په درلودلو سره په هر اور کې له ۷ پورته منډې پکار وې، ترڅو لوبه وګټي، خو دا کار د هندوستان لپاره په پای لوبه کې د همالیا غره ته ختل ښکاریدل، ځکه خو یې ټول لومړېو توپوهونکو له ښې توپوهنې تسلیمي ورکړه.

د لوبې په ۲۸ اور کې هندي جدېجه هم پاکستاني جنید خان ته خپله ویکټ تسلیم کړه او د لندن په ښار کې یې یو ځل بیا د هند مینوالو په څېرو د خفګان انګېزه خپره کړه. د جدیجه د سوځېدلو لا هم پینځه دقېقې نه وې پوره شوې، چې اشوېن هم پاکستانيانو ته خپله ویکټ ورډالۍ کړه او هغه پای لوبه یې د هندوستان لپاره بیخي ناشوني کړه چې د بریا لپاره یې هندیانو اتیا سلنه وړاندوېنه کړې وه.

دا دوهم ځل دی چې پاکستان له هندوستان سره په نړیوال ټورنمینټ کې مخ کیږي. له دي مخکي په ۲۰۰۷ کال شل اوریز نړیوال کپ سیالیو کې دواړه سر سختې لوبډلې (پاکستان او هندوستان ) سره پایلوبی ته وتلي ول، خو په هغه پای لوبه کې هندوستان پاکستان ته په ۵ منډو ماتې ورکړې وه. هند او پاکستان سره پینځلس ځلې د نړیوالو جامونو په لوبو مخامخ شوي، چې ۱۳ یې هندوستان ګټلي او ۲ یې پاکستان ګټلي دي.

همدا راز له ۲۰۰۷ م کال را په دې خوا هند او پاکستان سره په ۵۱ یو ورځنېو سیالیو کې برخه اخیستې چې ۲۵ یې هند ګټلي او ۲۶ یې پاکستان په خپل نوم کړيدي.

د اتلانو جام په دغه سیالیو کې د لومړۍ شمېرې نه نیولې تر اتمې شمېرې پورې لوبډلو برخه درلوده، چې په نیمه پایلوبه کې پاکستان کوربه انګلینډ او هندوستان بیا ګاونډي بنګلدیش ته ماتې ورکړه او دواړه سرسخت سیالان په پایلوبه کې د یوې چیلینجې لوبې سره مخ شول، خو ویسټ انډيز بیا له دې لوبو بې برخې وو، ځکه یاده لوبډله د یو ورځینو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې نهم مقام لري.

په هندوستان کې د سټار انډيا په حواله راپور ورکړل شویدی چې له نیمه پایلوبې وړاندې یادو سرسختو لوبډلو لوبه چې هندوستان ګټلې وه ۲۰۱ میليونه کسانو کتلې وه، خو پايلوبه يې بیا د ستندرد ایوینینګ ویبسایټ له قوله راپور ورکړل شویدی چې نږدې یو میلیارد دغه پایلوبه وکتله، چې ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه یې په هند کې وه.

د هند او پاکستان د پای لوبې په اړه مشهور سینمايي ستوري ریشي کپور په خپل ټویټر کې پاکستانیانو ته لیکلي: (تاسو یې وګټئ، زر وارې یې وګټئ، خو تروریزم بند کړئ. موږ ته ماتې منظور ده. موږ سوله او مینه غواړو). د ریشي کپور په دې څرګندونو ډیری پاکستاني اتباعو نیوکې وکړې، او ډېرېو یې ورته لیکلي یې وو: موږ له ریشي کپور څخه د دا ډول لیکنو هیله نه درلوده. همداراز مو دپای لوبې له ترسره کیدلو وړاندې د کرکټ مینه والو څخه د پای لوبې د ګټونګي لوبډلې په اړه پوښتلي وو، چې په ۸۰ تبصرو کې یې ۲۰ مبصرینو پاکستان ګټونکی بللی او پاتې ۶۰ مبصرینو هندوستان د پایلوبې ګټونکی بللی وو.

لیکوال او ژورنالیست غازي عابد که څه هم د هند لوبډلې مینه وال دی، خو نوموړي د پایلوبې په کرکټ دا ډول تبصره کړېده ( د پاکستان کرکټ لوبډله ددغه لوبو له پېل څخه په فام کې ده، ځکه دوی له پېله یو څه ښه روان ول، ددې ترڅنګ د پاکستان په کرکټ لوبډله کې ځیني نوي استعدادونه دننه شوي چې کولی شي هغوی له خپلو ځوانو وړتیاوو په استفادې سره ښه لوبه وکړای شي.

همداراز یو بل لامل یې ښايي دا وي، چې د پاکستان پر ټیم د پاکستانیانو نظر دادی چې دا ځل باید هند ته ماته ورکړي، ځکه کله چې هند پایلوبې ته ووت، د هند او پاکستان په سینما، سیاست او ورزش ټولو برخو کې اړوند لوبغاړو د یو بل پر ضد خبرې او څرګندونې پيل کړې، دې حالاتو به هم پاکستانی ټیم مجبوری کړی وي چې باید ښه ټیم ورته ټاکي او د خپلو خلکو هیلې پوره کړي، خو په ټوله کې تیر تاریخ ته په کتو هند به دا ځل بیا هم د خپلې هغه اوږدې او پخوانۍ تجربې پر اساس چې په کرکټ کې یې لرې، په دې اوږده لوبه کې وشي کولی چې پاکستان ته ماته ورکړي).

د هند لوبډلې یو مینوال سلمان وفا لیکلي وو: (هندوستان به یی ګتي ځکه چې لوبغاړي یې ډېرې زیاتې تجربې لري او بیا د ویرات کهولي ودریدل په ویکټ باندې دا به د پاکستان لپاره ډېر زیات سرخوګی جوړ کړي).

همدارز د هند لوبډلې یو بل مینه وال شریف کاکړ هم د هندوستان په بریا وړاندې له لوبې خوښي څرګنده کړې وه او لیکلي وو: (زیات چانس هندوستان ته شته، ځکه چې د هندوستان بیټنګ لاین قوی دی او بل هند پر ځان فشار نه راوړي، نو هندوستان % ۷۰ سلنه د لوبی د ګټولو چانس لری، خو پاکستان په ښه قوی ټیمونو کې ځای لري، که پاکستان اول بیټنګ کوي، نو کم ازکم ۳۲۰ یا ۳۴۰ هدف باید پاکستان هند لوبډلې ته ورکړي، چې دا هدف پاکستان ته % ۶۰ فیصده چانس لري. زه د هند مینه وال یم).

همداراز د پاکستان کرکټ مینوالو هم موږ ته خپل نظرونه پریښي وو: د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل عصمت الله شینواري لیکلي وو: (پاکستان قوي لوبډله ده او دغه پای لوبه به هم پاکستان ګټي). د ۲۰۱۷ م کال د چمپینز ټراپۍ په پای لوبه کې ګټونګي لوبډلې (پاکستان) ته دوه میلیونه او دوه سوه زره ډالر ورکړل شو او بایلونکې لوبډلې (هندوستان) ته یو میلیون او سل زره ډالر انعام ورکړل شو. هېره دې نه وي چې دا لومړی ځل وو چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له هندۍ لوبډلې څخه د چیمپینز ټرافۍ پایلوبه وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *