هند په هاکي کې له پاکستانه د کرکټ غچ واخیست

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د هندوستان له لوري هرمنپریت سینګ، اوآکاش دیپ سینګ دوه دوه ځله توپ د پاکستان په جال کې داخل کړ او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د پاکستان له لوري یوازینی ګول واحدګل وواهه.

له هالنډ او کاناډا ورورسته هندوستان هم په دې لوبو کې پاکستان مات کړ او د وړاندې تګ پړوا کې یې ورته ستونزې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې په درو سیالیو کې ۱۷ ګولونه خوړلي دي چې دا په راونو سیالیو کې د پاکستان لپاره عبرتناکې ماتې ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې هاکي د پاکستان ملي لوبه ده.

پاکستان د هالنډ پر وړاندې (۴ـ۰) د کاناډا پر وړاندې (۶ـ۰) او هند پر وړاندي بیا (۷-۱) ماتې منلي دی.

پاکستاني لوبډله تراوسه په ټولو دریو سیالیو کې توانېدلې ده چې یوګول ووهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *