د کرکټ ملي ټیم د ایم سي سي لپاره تیاري بیل کړه
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایم سي سي سره مسابقې ته د تیاري په لړ کې نن /دوشنبه/ تمرین کوي.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډله د راتلونکې جولای په یوولسمه د لندن په لارډز Lords لوبغالي کې یو ورځینۍ مسابقه وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله له ویسټ انډیز څخه له راستنېدو وروسته دې مهمې لوبې ته تیاري نیسي.
د مري لیبون د کرکټ کلپ Marylebone Cricket Club لوبډله MCC د نړۍ مشهور ټیم دی چې د افغان لوبغاړو حمیدحسن او محمدنبي عیسی خېل په ګډون د بېلابېلو هېوادونو تکړه لوبغاړي پکې لوبېدلي دي.