کرکټ| د افغانستان ټیم په خورا لوی توپیر هانګکانګ مات کړ

خبریال: فضل رحیم رحیمي ||  د افغانستان د کرکټ ملي له هانګانک څخه څلور ورځینۍ سیالي په یو اننګز یا پاڼۍ او (۱۷۳) منډو وګټله.

د لوبې پچه هانکانګ وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه.

هانکانګ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو (۱۴۲) منډې وکړې چې له ډلې یې زیاتې (۳۹) لوبډلمشر بابرحیات وکړې.

د لومړۍ پاڼې په توپ اچونه کې راشد خان پنځه او دولت ځدران درې ویکټې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې په خپله لومړنۍ پاڼې کې د پنځولوبغاړو په تاوان (۴۶۵) منډې وکړې. اضغرستانکزیپه لومړۍ پاڼۍ کې  (۱۲۵) او جاوید احمدي(۱۰۸)  منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته  یې (۳۲۳) منډو لیډ هم ورکړ او اننګز یې ډیکلیر کړ.

د هانکانګ لوبډله په دوهمه پاڼۍ کې هم ښه ونه ځلیده او د ټولولوبغاړو په تاوان یې (۱۵۰) منډې وکړې .

دا ځل د افغان لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې ظاهر خان ترنورو ښه وځلید اوڅلور لوبغاړي یی وسوزول.

د یادونې ده چې افغانستان د دې لوبې په ګټلو وتوانید د انټرکانټینیټل په سیالیو کې د (۱۰۱) نمرو په درلودو سره د پواینټ ټیبل یا د نومرو د جدول سرته لاړشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *