افغانستان له آیرلنډ سره ۵ یو ورځنۍ مسابقې کوي

تاند- آیرلنډ تایید کړه چې د سږ کال په جولای میاشت کې به د ۵ یو ورځنیو سیالیو د لړۍ (سریز) لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کوربه توب وکړي.

دا سیالۍ به د آیرلنډ د ستورمنت (Stormont) په بلفاست لوبغالي کې د جولای په لسمه، دوولسمه، څوارلسمه، اوولسمه او نولسمه وشي.

آیریش ټایمز ورځپاڼې نن /سې شنبه/ په دې اړه په راپور کې ویلي چې له افغانستان او څو  نورو هیوادونو سره د مسابقو له کبله به سږنی دوبی د آیرلنډ د لوبډلې لپاره یو بې ساری مصروف دوبی وي.

دا به لومړی ځل وي چې د آیرلنډ لوبډله د افغانستان له لوبډلې سره د ۵ یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې مخامخ کېږي.

پر دې سربېره ټاکل شوې ده چې د آیرلنډ ټیم په خپل هیواد کې له سریلانکا او پاکستان سره دوې یو ورځنۍ او په سپټمیر کې له هیواده دباندې له استرالیا او جنوبي افریقا سره یو ورځنۍ نړیوالې مسابقې ولري.

د آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکي جان بریسویل وویل:«موږ په نړیواله کچه د خپل ټیم د پرمختګ لپاره د مسابقو د ترتیبولو لپاره لازمې پیسې ترلاسه کړي دي.»

ده همداراز وویل:«هرڅومره ډېرې مسابقې چې موږ په بېلابېلو شرایطو کې وکړو په هماغه اندازه زیاته زده کړه کوو او خپل کرکټ ته وده ورکوو. ګومان کوم له افغانستان سره به زموږ د ۵ سیالیو لړۍ سخته او له رقابته ډکه وي.»

بریسویل د افغانستان ټیم ته په شارې زیاته کړه:«دوی تېر کال له زیمبابوې څخه هم یو ورځنۍ او هم د ۲۰ اووریزو سیالیو لړۍ په خورا عالي ډول وګټله او نړیوال شل اووریز جام ته بریالي شول. په نړیوال جام کې یې د دغه جام اتل ویست انډیز ته ماتې ورکړه چې دا د افغانستان لپاره یو ستر بری و.»

د آیرلنډ د کرکټ د اجرااتو ريیس ریچارد هولدسویت بیا وویل چې ټیم به یې راتلونکی کال هند ته لاړ شي او هلته به د افغانستان په کوربه توب سیالیو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده چې په ۲۰۱۷ م کال د کرکټ د نړیوالې شورا (انترنشنل کپ) سیالۍ په ډیلي وشي.

د افغانستان او آیرلنډ ټیمونو تراوسه پوري په خپل منځ کې ۴ یو ورځنۍ سیالۍ کړي چې ۳ آیرلنډ او ۱ افغانستان ګټلې ده. په دې توپیر چې وروستۍ مسابقه افغانستان ګټلې او په تېر یوه کال کې د افغانستان د کرکټ ټیم لوبه تر ورتېرو کلونو ډېره ښه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *