کریسټین اریکسن د اینټر مېلان سره یو ځای کېږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

کریسټین اریکسن د اینټر میلان سره د یو ځای کېدو په موخه د میلان ښار ته ورسېد. اریکسن پياوړی لوبغدی دی او اینټر میلان ورته ډېرې هیلې لري. نوموړی ځوان لوبغاړی دی او ۲۷ کاله عمر لري.

 منچسټر یونایټیډ د پرونۍ لوبې په لومړۍ نیمایي کې په ۵ ګولونو سره ټرانمر ته ماته ورکړه. د اخیر ځل له پاره چې دې کلب په لومړۍ نیمایي کې ۵ ګولونه لګولي وو، ۲۰۰۱ کال کې د ارسنال پر وړاندې وو، چې هغه لوبه یي ۶-۱ ګټلې وه.

 ګرینووډ د منچسټر یونایټیډ له پاره په یوه لوبه کې په ګول لګولو سره د دې کلب په اخیرو ۳۶ کلونو په جریان کې د ۳۴ سیالېو په لوبولو سره تر ټولو ځوان لوبغاړی شو، چې لس ګولونه یي ولګول.

ګول: د جاپان د ویسل کوبي کلب او د امریکا لیګ څخه دوه کلبونه دا کوښښ کوي، تر څو د چیلسي څخه پیډرو رانیسي. نوموړی اوس ۳۲ کلن دی او د هسپانیا له نامتو لوبغاړو شمېرل کېږي.

ګول: موناکو د ویسام بن یدر لپاره د بارسلونا د ۸۰ میلیونه یورو وړاندیز رد کړ. دوی نه غواړي نوموړی له لاسه ورکړي.

ډیلي اکسپریس: چیلسي غواړي د اث میلان څخه د پیونټک د رانیولو په لار کې د ټاټنهام سره سیالي وکړي. دوی به هغه ته د ۲۷ میلیونه یورو په ارزښت وړاندیز هم ولیږي.