اشرف حکیمي: یوه څه باید ښکاره ووایم چې د اینټر مېلان موخه څه ده؟ نور هم شته

محمود خان منندوی

د اینټر میلان موخه چمپیونز لیګ ګټل دي او د ریال ماډربډ سره د چمپیونز لیګ قهرماني زما د فوټبال د دوران تر ټولو غوره تجربه ده.

ډني سبایوس د یوه بل فصل له پاره هم په ارسنال کې د قرضي لوبغاړي په توګه لوبیږي.

دی وایي ریال او نورو کلبونو سره مې د پاتې کېدو انتخابونه هم درلودل، خو ارسنال مې ځکه انتخاب کړ، چې هلته د ځان مهم والی احساسوم.

کروس د میسي په اړه: که میسي د بارسلونا څخه جلا شي، په دې معنا نه ده چې ریال دي ټول جامونه وګټي، خو بارسا به مهمه سلاح له لاسه ورکړي.

هسپانوي رسنۍ: ریال ماډریډ د منچسټر سیټي پر وړاندې د خپل راتلونکي فصل نوي دوهم لباس کې لوبیږي.

اسې میلان اعلان کړه، چې کونټي د ساسولو پر وړاندې تر ټپي کېدو وروسته پرون خپل د کیڼ زنګون جراحي عملیات وکړ.

 لمپارډ اعلان کړه، چې کانټي او ویلیان د ارسنال پر وړاندې سیالۍ ته چمتو دي.

 ډیبالا د سیري اې د جولای میاشتي د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

د پرټګال د ملي لوبډلي، پورټو او بشیکټاش کلبونو پخوانی حمله کوونکی لوبغاړی کاسم پاشا له دې کلبه جلا شو او اوس ازاد لوبغاړی دی.

سکای ایټالیا: بایرن میونیک د پریشیچ د قرارداد د دایمي کولو لپاره اینټر میلان ته د ۱۲ میلیونه یورو وړاندیز کړی دی.

د لیل دفاعي لوبغاړی ګابریل مالاګائس په پنځه کلن قرارداد او د ۲۷ میلیونه یورو په بدل کې له ارسنال سره یو ځای شو.