د آی سي سي غړي د اسیا جام جنجالي موضوع څیړي

ولید (خپلواک)

 د کرکټ په نړۍ کې اسیا جام یا د اسیایي هيوادونو ترمنځ لوبه کول د دغې جام د ګټلو په پار لوبډلې راغونډیږي. ممکن دا ځل خورا بدې پایلې له ځانه سره ولري؛ ځکه دوه سرسخت سیالان پاکستان او هندوستان چې د کرکټ په نړۍ کې دوه سترې او پیاوړې لوبډلې دي، د یو او بل هیواد ته تګ راتګ ورته ډېر ښه نه ښکاري.

 دا چې پاکستان کرکټ بورډ دا ځل د دې سیالیو کوربتوب پخپله غاړه لري، لوړ ګمان دا ښيي چې هندوستان پاکستان ته له ورتګ څخه انکار وکړي.

 بل پلو پاکستان کرکټ بورډ خبر داری ورکړی؛ که د ا ځل هندوستان د دوی په کوربتوب په اسیا جام کې ګډون ونه کړي، نو په ۲۰۲۱ م کال نړیوال جام کې به پاکستان هم په هندوستان کې نړیوال شل اوریزه جام ته لاړ نه شي.

 پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې د نړۍ د کرکټ لوبډلو باور پر ځان زیات کړي، خو دا د امکان څخه لرې خبره لیدل کیږي.  اوس د ای سي سي غړي پر همدغه موضوع د بحث لپاره په پاکستان د فبرورۍ په میاشت کې یوه غټه غونډه ترسره کوي.

 لا د اسیا جام کره نېټه نده معلومه چې په کوم هيواد کې به ترسره کیږي، کله چې وروستۍ ناسته وشوه نو پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

 د کرکټ نړیوال شورا هم پر دغه موضوع کې مداخلت نشي کولای؛ ځکه اسیایي هیوادونه د ځان لپاره بېل بېل غړي لري او دا به د کرکټ د نړیوالي شورا پورې کومه اړه ونه لري.