د کرکټ په اړه د عام ولس متناقض نظرونه

ليکوال عبدالاول بشارت
زه د کرکټ مبصر نه يم، خو د يو افغان او د کرکټ د يو مينه وال په توګه، په دې وروستيو وختونو کې زموږ د ملي لوبډلې او د ځيني لوبغاړو په اړوند زموږ د عام ولس متناقض نظرونه په خواله رسنيو، فيسبوک او ټويټر کې وينم، دا د زياتي اندېښنې وړ او زموږ د کرکټ د ملي لوبډلې د يو بد راتلونکې ښکارندويي کوي، زموږ د ولس غوښتنه له هغو کسانو څخه چې خواله رسنيو، فيسبوک، ټويټر، انستيګرام او…. ته لاسرسی لري، داده چې د خپلو لوبغاړو احترام درناوی او قدر دې وساتي، د لوبې د بايللو او يا د کرکټ بورډ کې داخل د ځينو ستونزو له امله دې د لوبغاړو توهين نه کوي، د هغوی شخصي حريم ته دې د ننوتلو هڅه نه کوي.

لوبغاړې ټول زموږ وياړونه دي، هروخت يې افغانستان ته وياړونه رابښلې دي، د افغانستان ملي درې رنګه بيرغ ددوی د هڅو له برکته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په اهتزاز دی، بناء د لوبغاړو حرمت ساتل د هرافغان ملې اسلامي او افغاني وجيبه ده

زموږ په دې غمځپلې هيواد کې يواځينی شی چې د خلکو په خوله يې خندا او په زړه کې خوشحالي پيدا کوله هغه همدا کرکټ او همدغه ملي لوبډله او ددوی تاريخي برياوي وې، کرکټ بورډ يوه مسلکې او ملي اداره ده، دلته بايد د کرکټ رهبري او لوبغاړي ټول “بدون له استثناء”د لياقت، وړتيا او استعداد له مخي په دندو وګمارل شي.

ولس او په تېره بيا ځوان کهول چې زياتره د کرکټ مينه وال دي،په کرکيټ بورډ کې د رامنځته شوي جنجال په اړه د وضاحت غوښتونکې دي، چې د شهزادمحمدي په هکله څنګه؟
ولي؟
او د کومو دلائلو له مخې تصميم نيول شوی؟

دا سمه ده چې د کرکټ بورډ د ادارې رهبري په ياده اداره کې د هر نوع تغير تبديل او تحولاتو واک او صلاحيت لري، خو داخبره دي هم له ياده نه باسي چې ددوی ټولې کړنې او اجرأت بايد دقانون مطابق او ددې اجرأتو معيار بايد يواځې او يواځې لياقت او وړتيا وي، او هيڅ نوع خپلوي او نور شخصي تمايلات بايد ونه پالل شي،

موږ چې د کرکټ بورډ د اجرأتو په اړه د نظر او اعتراض حق لرو، زموږ موخه هم تنها په ياده اداره کې اصلاحات راوستل دي، نه بل څه !

البته تاسوته بهتره معلومه ده چې تردې وړاندي هم په کرکټ بورډ کې د واسطه بازيو، فساد او د سمتې او قومې ګمارنو په اړه راپورونه خپاره شوي وو،

ددې لپاره چې ولس ته حقائق معلوم، او د لوبغاړو تر منځ په حقوقي لحاظ عدالت تامين شي، کرکټ بورډ دې د خپلې پرېکړي په اړه خپل مقنع دلائل له رسنيو سره شريک کړي، تر څو ولس پوه شي چې په کرکټ بورډ کې هر څه سم روان دي.
په پای کې له ولسمشر څخه په جدي توګه غواړو چې د کرکټ بورډ اداره بايد سياسي نشې او مراقبت يې وشي.