د کرکټ په اړه د عام ولس متناقض نظرونه

 عبدالاول بشارت
 زه د کرکټ مبصر نه يم، خو د يو افغان او د کرکټ د يو مينه وال په توګه، په دې وروستيو وختونو کې زموږ د ملي لوبډلي او د ځيني لوبغاړو په اړوند زموږ د عام ولس متناقض نظرونه په خواله رسنيو، فيسبوک او ټويټر کې وينم، دا د زياتي اندېښنې وړ او زموږ د کرکيټ د ملي لوبډلي د يو بد راتلونکې ښکارندويي کوي.
زموږ د ولس غوښتنه له هغو کسانو څخه چې خواله رسنيو، فيسبوک، ټويټر، انستيګرام او…. ته لاسرسی لري، داده چې د خپلو لوبغاړو احترام درناوی او قدر دي وساتي، د لوبې د بايللو او يا د کرکيټ بورډ کې داخل د ځينو ستونزو له امله دي د لوبغاړو توهين نه کوي، د هغوی شخصي حريم ته دي د ننوتلو هڅه نه کوي، لوبغاړې ټول زموږ وياړونه دي، هروخت يې افغانستان ته وياړونه رابښلې دي.
د افغانستان ملي درې رنګه بيرغ ددوی د هڅو له برکته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په رپا دی، بناء د لوبغاړو حرمت ساتل د هرافغان ملې اسلامي او افغاني وجيبه ده زموږ په دې غمځپلې هيواد کې يواځينی شی چې د خلکو په خوله يې خندا او په زړه کې خوشحالي پيدا کوله هغه همدا کرکيټ او همدغه ملي لوبډله او ددوی تاريخي برياوي وې، کرکيټ بورډ يوه مسلکې او ملي اداره ده، دلته بايد د کرکيټ رهبري او لوبغاړي ټول “بدون له استثناء”د لياقت، وړتيا او استعداد له مخي په دندو وګمارل شي، ولس او په تېره بيا ځوان کهول چې زياتره د کرکيټ مينه وال دي،په کرکيټ بورډ کې د رامنځته شوي جنجال په اړه د وضاحت غوښتونکې دي، چې د شهزادمحمدي په هکله څنګه؟ ولي؟ او د کومو دلائلو له مخې تصميم نيول شوی؟
البته تاسوته بهتره معلومه ده چې تردې وړاندي هم په کرکيټ بورډ کې د واسطه بازيو، فساد او د سمتې او قومې ګمارنو په اړه راپورونه خپاره شوي وو، د دې لپاره چې ولس ته حقائق معلوم، او د لوبغاړو تر منځ په حقوقي لحاظ عدالت تامين شي، کرکيټ بورډ دي د خپلې پرېکړي په اړه خپل مقنع دلائل له رسنيو سره شريک کړي، تر څو ولس پوه شي چې په کرکيټ بورډ کې هر څه سم روان دي، په اخير کې له ولسمشر څخه په جدي توګه غواړو چې د کرکيټ بورډ اداره بايد سياسي نشې او مراقبت يې وشي