ټپي شېکر داوان له لوبډلې نه کېني

هندوستانی بریدګر توپوهونکی شېکر داوان به روان نړیوال جام کې له ټپي کېدو او د ډاکټر له منع کولو سره – سره  د لوبډلې برخه وي.

تېره ورځ هندي رسنیو خبر ورکړ چې شېکر داوان اسټرالیا سره لوبه کې ټپي شوی او د ګوتې هډوکی یې مات شوی دی چې ډاکټر ورته د ۳ اوونیو ارام توصیه کړې ده.

خو اوس ویل کېږي چې نوموړی د نړیوال جام راتلونکو لوبو کې یوازې پاکستان او نیوزیلنډ سره د سیالیو پر مهال د لوبډلې برخه نه وي، له هغې وروسته به یې د ګوتې د ټپ څارنه هم کېږي او هندوستان لپاره به نورې لوبې هم کوي، ځکه په لوبډله کې د شېکر د ځای ناستی بل څوک نشته.

شېکر داوان څو ورځې وړاندې استرالیا سره لوبه کې په ۱۰۹ بالونو ۱۱۷ منډې وکړې چې یوازې ۱۶ یې څلوریزې وهلې وې، خو د لوبې پر مهال د استرالوي تېز توپ اچوونکي پېټکمینز په بال یې لاس  ولګېد او ګوته یې خوږه شوه.