هسپانیا لالیګا لیګ:  بارسلونا لوبډلې اتلتیکو مادرېد ته ماتې ورکړه

د لیونیل مسي د ګول په وهلو سره بارسلونا لوبډلې د اتلتیکو پر وړاندې لوبه کې بریا خپله کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دغې لوبې لومړۍ نیمه له کوم ګول وهلو غیر مساوي پای ته ورسېده؛ خو د دویمې نیمايي په ۸۶یمه دقیقه کې بارسلونا نامتو لوبغاړي لیونیل مسي ګول وکړ او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د تېر پړاو اتله بارسلونا لا هم د دغې سیالیو په لومړي مقام کې ده.
روان پړاو کې یې تر اوسه ۱۴ لوبې کړي، لس یې ګټلي، درې یې بایللي او یوه یې مساوي شوې ده.
په دغو سیالیو کې ټولې شل لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي، چې ریال مادرېد یې په دویم؛ لیګانیس یې په ورستي مقام کې ده.