سواریز: اوس څخه نه شم ویلی، چې موږ په لالیګا کې ډېر چانس نه لرو

محمود خان منندوی

 تېره شپه بارسلونا په لالیګا کې د ګراناډا پر وړاندي ولوبېده، چې دې لوبه کې ګراناډا 2-0 بارسلونا ته ماته ورکړه. تر دې ماتي وروسته سواریز وویل، چې بارسلونا ته یو سخت فصل په مخ کې دی. بارسلونا تر دې مخکې د اټلاټیک بیلباوو څخه ماته خوړلې وه او د اوساسونا سره یي لوبه 2-2 مساوي کړې وه. بارسلونا د لالیګا د تېر فصل د 34مي اوونۍ څخه بیا تر اوسه د کور څخه دباندي لوبه نه ده ګټلې. د بارسلونا یوروګوایي لوبغاړي لوئیز سواریز تر لوبي وروسته وویل:
” زه باوري یم چې موږ باید د فصل په پیل کې نمرې له لاسه نه وای ورکړي. دا څه زموږ لپاره کار سخت کوي. لوبه زموږ په لاس کې وه، خو د موقعیتونو څخه مو ښه ګټه وا نه خیستل. باید دا ماته موږ تحلیل کړو.”  سواریز د کور څخه په د باندي لوبو کې د بارسلونا د خرابو لوبو په اړه وویل: ” موږ باید تېر فصل د دې فصل لوبو ته داخل نه کړو. دا چې ولې موږ د حریفانو په کورونو کې پایلې نه ترلاسه کوو، باید علتونه یي تحلیل کړو، ځکه چې په اغیز لرلو او د موقعیت په جوړولو کې پریشانه کوونکې دي. موږ بارسایان یو او باید هر ډګر کې بریالي اوسو.”

 سواریز خپل د خبرو په پای کې وویل: د اوس څخه نه شم ویلای، چې موږ په لالیګا کې ډېر چانس نه لرو، خو په دې لوبو کې بریا د لالیګا په ګټلو کې ډېره مهمه ده. ما همیشه دا ویلي دي، چې په دې ډول لوبو کې بریا موږ د لالیګا د اتلولۍ و خواته نږدې کوي. موږ باید د خپلو موقعیتونو څخه په لوبو کې ښه ګټه واخلو او باید دېته مو فکر وي، چې موږ به یو سخت کال په مخ کې ولرو.”