د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

 کوريري ډیلو سپورټ: ماریانو به د فصل تر پایه په قرضي توګه د رانیولو د بند څخه بغیر د روما سره یو ځای شي.

 هغه کلبونه چې په اخیره یوه لسیزه کې یي ډېر ګولونه په هر کال کې په سیر اې کې لګولي دي.

 هیري کین تېره شپه په غوره لیګ کې 200 لوبې پوره کړې او تر اوسه یي 136 ګولونه لګولي دي.

 د اسیا د فوټبال کنفدارسیون د چین لس هغه ښارونه معرفي کړل، چې د اسیا د ملتونو جام د 2023م کال لوبې پکې کېږي.

د ایټالیا په سیري سي کې د کاټانیا کلب مسؤلینو خپلو هغو څلورو لوبغاړو ته چې په دې کلب کې ډېر معاش اخلي، خبر ورکړی دی چې نور دوی ته د ورکړې لپاره پېسې نشته او باید نوي کلبونه ځان ته پیدا کړي.

 دا کلب اوسمهال د سقوط سره مخ دی.

 مونډو ډیپورټیوو: انیسټا تازه د امریکا د MLS لیګ څخه د 3 کلونو وړاندیزونه رد کړي دي او اعلان یي کړی دی، چې د ویسل کوبي سره د خپل قرارداد پر پاته 2 کلونو پابنده دی.

 په اخیره یوه لسیزه کې د سرو زرو د توپ لومړي او وروستي درې کسان.

 رسمي: د بارسلونا مرکزي لوبغاړی کارلیس النیا په قرضي توګه د فصل تر پایه د ریال بیټیس سره یو ځای شو.

د برایټن د ایراني لوبغاړي لپاره پرون یو نه هیریدونکې ورځ وه!