هستي ګل عابد د کورني کرکټ دنده پریښوده

  • تاند
    د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني ال راونډر لوبغاړی، د جرسي لوبلړ اتل او د کورني کرکټ مسؤل ځوان هستي ګل عابد وړمه ورځ په خپله رسمی فلسبوک پاڼه اعلان وکړ چې نور به د کورني کرکټ د مسؤل دنده پریږدي، ځکه دنده یې دلته پای ته ورسېده. نوموړي د دندې د پرېښود لامل نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د نوې دندې په اړه څه ویلي دي.

په همدی حال کی ویل کیږي چی هستي ګل عابد د کرکټ بورډ د نوي مشرتابه له خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچوونې روزونکي په توګه ګمارل شوی خو په دی اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.
د توپ اچوونې روزونکي په توګه د هستي ګل عابد د ټاکل کیدو ګنګوسی داسی مهال کیږي چې د غوراوي کمیټي مشر او پخوانی لوبډلمشر نوروزمنګل د اوسنۍ ادارې له لورې د کرکټ ملي لوبډلی سره د توپوهنې سلاکار روزونکي په توګه مل شو.
دیادونې وړ ده چې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره په دی وروستیو کې هندی اومیش پټوال د بیټینګ سلاکار او سویلی افریقایي بالر شارل لنګویلټ دبالینګ روزونکي په توګه مل وو خو دراتلونکي په اړه یی څه نه دي ویل شوي.