سعودي عربستان ښځو ته اجازه ورکوي چې لوبغالو ته لاړې شي

تاند- سعودي چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره به ښځو ته اجازه ورکړي چې د سپورتي سیالیو د لیدلو لپاره لوبغالو ته لاړې شي.

سعودي کورنیو ته به اجازه ورکړای شي چې په درو سترو ښارونو لکه ریاض، جده او دمام کې ستدیومونو ته لاړې شي.

د سعودي عربستان حکومت په تدریجي ‌ډول د پراخو اصلاحاتو پروګرام پیل کړی دی. تر دې وړاندې یې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.

سره له دې چې د سعودي په سیال ایران کې ښځې تر سعودي زیاتې ازادۍ لري، خو ایراني ښځې لا هم اجازه نه لري چې د سپورتي سیالیو د لیدلو لپاره لوبغالو ته لاړې شي.

د سعودي عربستان دوه دېرش کلن ولیعهد محمد بن سلمان د خپل هیواد د عصري کولو لپاره لوی پروګرامونه جوړ کړي چې په هغو کې یو دا دی چې د سعودي عربستان اتکا به پر تېلو پای ته رسوي او پر ځای به یې صنعت ته وده ورکوي.

د سعودي عربستان د سپورت ټولنه وايي چې د اپریل تر میاشتې (۶ میاشتې وروسته) پورې به په درو لوبغالو کې د کورنیو لپاره د سپورتي سیالیو د کتلو لاره هواره شي.

تېره میاشت د سعودي عربستان حکومت یو فرمان صادر کړ چې پر اساس به یې ښځې د جون له میاشتې موټر چلولی شي او پر دې سربېره به کنسرتونو او په سینماګانو او تلویزیونونو کې د فلمونو ښکارولو ته اجازه ورکړل شي.

شهزاده سلمان ویلي چې اعتدال یې خوښ دی او غواړي چې په سعودي عربستان کې معتدل اسلام اجرا کړي.

سره له دې چې د سعودي عربستان په سلو کې ۷۰ وګړي ځوانان او زلمکي دي، خو د زړو یوه وړه طبقه شته چې خورا سختدریځه ده او هیڅ راز بدلون نه شي منلی.

له همدې کبله د شهزاده سلمان اصلاحات له خطره خالي هم نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *