سعودي لوبغاړو د لندن د قربانیانو درناوی ونه کړ

تاند- د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي لپاره تېره شپه (چهارشنبه) د استرالیا او سعودی عربستان د فوټبال ټیمونو تر سیالۍ مخکې ټاکل شوې وه چې دواړه ټیمونه او نندارچیان یې د یوې دقیقې لپاره د لندن د وروستي تروریستي برید له قربانیانو سره د پیوستون او غمرازۍ د څرګندولو لپاره پټه خوله کتار ودرېږي خو د سعودي عربستان لوبغاړي د استرالیايي هغو خلاف په میدان کې تیت پرک شول.

د سعودی عربستان نندارچیان هم په خپلو ځایونو کې ونه درېدل.

په عکسونو کې د استرالیا لوبغاړي کتار ښکاري چې د لندن له قربانیانو سره په دې توګه خواخوږي ښيي.

که څه هم څو سعودي لوبغاړي د لندن د قربانیانو د درناوی لپاره په خپلو ځایونو کې ارام درېږي خو ګومان کېږي چې د سعودي عربستان اکثره لوبغاړي له موضوع مخکې تر مخکې خبر نه ول او یا له دې دود سره بلد نه ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *