د افغانستان د وروستیو تروریستي پېښو د قربانیانو د درنښت لپاره ۱ دقیقه چوپتیا

تاند- ټاکل شوې چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن په متحده عربي اماراتو کې د صحرا کپ په سیالۍ کې د افغانستان د وروستیو تروریستي حملو د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ له نړیوالې شورا سره موافقې ته رسېدلی چې د دې شل اووریزې سیالۍ په پیل کې د دواړو ټیمونو لوبغاړي او نندارچیان د کابل، کندهار او لشکرګاه د تروریستي حملو د قربانیانو د درنښت لپاره یوه دقیقه پټه خوله ودرېږي.

د کابل، کندهار او لشکرګاه په حملو کې په لسګونو افغانان او ۵ اماراتي دیپلوماتان ووژل شول.

نننۍ مسابقه د صحرا کپ په سیالیو کې د افغانستان دوهمه مسابقه ده.

افغان لوبغاړو لومړۍ مسابقه له آیرلنډ څخه په ۵ ویکټونو وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *