له آیرلنډ سره د افغانستان د درې ورځینیو سیالیو لړۍ فسخه شوه

تاند- د آیرلنډ د کرکټ ادارې (کرکټ آیرلنډ) نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د دغه هیواد د یو ورځینیو مسابقو لړۍ لغوه شوه.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت (جولای) بلفاست ته لاړه شي او له ایرلنډ سره درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

د آیرلنډ د کرکټ اداره وايي، دوی هیله لرله چې په خپله پلازمېنه بلفاست کې له افغانستان سره یو ورځینۍ سیالۍ وکړي خو د افغانستان کرکټ بورډ نن /چهارشنبه/ خبر ورکړ چې دوی په دې سیالیو کې ګډون نه شي کولی.

د ایرلنډ د کرکټ د ادارې په وینا افغانستان د مسابقو د نه کولو دلیل خپل کورنی لیګ (شپږیزه) یاد کړی او ویلي یې دي چې په همدغه وخت دوی مجبوره دي چې شپږیزې ته تیاري ونیسي.

د ایرلنډ کرکټ بورډ له افغانستان سره په وروستیو کې دوې لړۍ چې یوه په بلفاست او بله په هند کې وه، په زړه پورې سیالۍ بللي او هیله یې څرګنده کړې چې له افغانستان سره وروسته نورې مسابقې هم ترتیب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *