افغانستان په ۹۱ منډو سریلانکا ته ماتې ورکړه

تاند- افغانستان د کرکټ د اسیايي کپ په خپله لومړۍ سیالي له سریلانکا څخه په ۹۱ منډو وګټله.

افغانستان، چې سریلانکا ته یې ۲۵۰ منډې هدف ټاکلې وې، ننني بري د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ورساوه.

په باولینګ کې مجیب ځدراڼ دوه لوبغاړي وسوځول او د درېم په رن اوټ کولو کې یې هم اصلي رول ولوباوه.

محمد نبي د سریلانکا د مهم لوبغاړي انجیلو متیوس په ګډون ۲ لوبغاړي وسوځول. راشد خان ۲، ګلبدین نایب ۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې ته ۱۰۰۰۰ ډالره جایزه ورکړل شوه او د غوره لوبغاړي جایزه هم رحمت شاه ځدراڼ وګټله چې یو نیم زره ډالره وه.

ټاکل شوې ده چې سبا /سې شنبه/ هند او هانګ کانګ مخامخ شي. هانګ کانګ د یکشنبې په ورځ په ډېر توپیر پر پاکستان وبایلله او داغسې نه ښکاري چې بل پړاو ته د رسېدو چانس ولري.

د افغانستان بله مسابقه به د پنجشنبې په ورځ /سپټمبر ۲۰/ له بنګله دېش سره وي. که هرې لوبډلې دا سیالي وګټله د اې ګروپ له دوهم ټیم احتمالاً هند یا پاکستان سره به مخامخ کېږي. هند او پاکستان به د چهارشنبې په ورځ په خپل منځ کې معلومه کړي چې کومه لوبډله د لومړي ټیم په توګه څلورو سرخېلو لوبډلو ته وځي.

د افغانستان بیټنګ