پکتیاد ګرېد ون سیالیو اتله شوه

خبریال: فضل رحیم رحیمي؛  پکتیا په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو (۲۳۴) منډو هدف وټاکه.

کابل کرکټ لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او لوبډله یې په ۲۵ اورونو وسوځیده او یوازې ۹۰ منډې یې جوړې کړې.

د پکتیا له لوري په توپ اچونه کې کبیر علي خېل ۶ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

به پای کې د کرکټ بورډ له لوري په غوره لوبغاړو او لوبډلو نغدي جایزې او جامونه هم ووېشل شول.

د سیالیو غوره لوبغاړی ریاض اعلان شو. نوموړي د ۱۹۱ منډو ترڅنګ ۹ لوبغاړي هم سوځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *