هند په ۱۱ منډو افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- سره له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نړیوال جام کې نن (شنبه) په ۱۱ منډو مسابقه پر هند وبایلله خو دا په روان تورنمنټ کې د افغان لوبغاړو تر ټولو ښه لوبه وه.

افغان لوبغاړي خورا نژدې شوي وو چې په دې نړیوال جام کې لومړنی بری ثبت کړي.

محمد نبي هماغه راز چې په باولینګ کې ښه وځلېد په بیټنګ کې یې هم د خپلو هم ټیمیانو په پرتله تر ټولو ډېرې منډې وکړې. ده په ۵۵ توپونو ۵۲ منډې وکړې. رحمت شاه په ۶۳ توپونو ۳۶، نجیب الله ځدراڼ په ۲۳ توپونو ۲۱، حشمت الله شهیدي په ۴۵ توپونو ۲۱، ګلبدین نایب په ۴۲ توپونو ۲۷ او راشد خان په ۱۶ توپونو ۱۴ منډې وکړې.

نن ډېره تمه کېده چې افغانستان به دا مسابقه وګټي.

افغانستان- هند| د لومړي ځل لپاره سوکه بالران ښه وځلېدل

تاند- د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن /شنبه/ د لومړي ځل لپاره میدان سوکه توپ ته برابر و او افغانستان، چې سوکه بالینګ یې د قوت ټکی دی، هند پرې نه ښود چې تر ۲۲۴ زیاتې منډې وکړي.

هند، چې پچه یې ګټلې، غوره وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي خو د لوبې په لومړیو شېبو کې مجیب الرحمن د هند (ښايي تر ټولو) تکړه توپ وهونکی آر جي شرما وسوځاوه. شرما په ۱۰ توپونو یوازې یوه منډه وکړه. شرما تراوسه په روام جام سیالیو کې ۲ ځلې سلیزې پوره کړي دي.

د هند کیپتان ویرات کوهلي د افغان فیلډرانو د تېروتنې له کبله زیاتې منډې جوړې کړای شوې کنې ډېر ژر به رن اوټ شوی و.

ویرات کوهلي په ۵۳ توپونو ۶۷ منډې وکړې. خو محمد نبي وسوځاوه.

د هند د لوبغاړو په منځ کې کې ایم یادیف هم ښه بیټنګ وکړ. یادف تر سوځېدو مخکې ۵۲ منډې وکړې.

د هند بل تکړه لوبغاړی وي شنکر د رحمت شاه له لوري وسوځول شو.

په دې مسابقه کې د هند ۸ لوبغاړي وسوځېدل او د افغانستان له لوري تر ټولو لږ منډې مجیب الرحمان ورکړې. د مجیب اکانومي ۲ اعشاریه ۶۰ وه. محمد نبي هم خورا ښه باولینګ وکړ. ده  د ویرات کوهلي په ګډون ۲ مهم لوبغاړي وسوځول او اکانومي یې ۳ اعشاریه ۶۶ وه. خو بې دلیله د نبي یو اوور پاتې شو. راشدخان هم ډېره ښه لوبه وکړه. ده په لسو اورونو کې د مجیب په شان نه یوازې یو لوبغاړی وسوځاوه بلکې اکانومي یې ښه وه. (۳ اعشاریه ۸۰).

رحمت شاه په ۵ اورونو کې یو لوبغاړی وسوځاوه. نایب ۲ او افتاب یو لوبغاړی وسوځاوه خو څرنګه چې نن میدان تر تېز سوکه بالرانو ته مناسب و، افتاب په نسبي ډول زیاتې منډې ورکړې.

هند په دې سیالۍ کې یوازې یوه شپږیزه ووهله او ۱۶ څلوریزې.

د هند د لوبډلې پلویانو د خپل ټیم پر یو شمېر لوبغاړو لکه کې ایل راهول انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې نوموړي په ۶۴ توپونو یوازې ۳۰ منډې وکړای شوې.

د هند له لوري ۲۲۵ منډې هدف ظاهراً لوی هدف نه ښکاري او ډېره تمه شته چې افغان لوبغاړي یې پوره کړي او په روان جام سیالیو کې لومړنی بری په خپل نوم ثبت کړي.