افغانستان په ۶۳ منډو ویست انډیز ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه په ډېر توپیر له ویسټ انډیز څخه وګټله.

د جاوید احمدي ښه بیټنګ او د راشد ارمان بې ساری باولینګ د افغانستان بری یقیني کړ. دا مسابقه افغانستان په ۶۳ منډو وګټله.

پجه افغان لوبغاړو وګټله او ډېره ورو لوبه یې پیل کړه، په لومړیو اوورونو کې نور علي ځدراڼ وسوځېد، خو د ځدراڼ له سوځېدو وروسته رحمت شاه له جاودید احمدي سره ملګرتوب اوږد کړ.

جاودید احمدي ۸۱ منډې وکړې.

رحمت شاه ۱۷، سمیع الله شینواري ۲۲، محمد نبي ۲۷ (ناسوځېدلی)، افسر ځاځي ۱۳ او ګلبدین نایب ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نایب ۴۱ منډې یوازې په ۲۸ توپونو وکړې.

د افغانستان ۶ لوبغاړي وسوځېدل او سیال ټیم ته یې ۲۱۳ منډې هدف وټاکه خو د ویسټ انډیز ټیم ۴۴ اوور او ۴ توپ په داسې حال کې وسوځېد چې ۱۴۹ منډې یې جوړې کړې وې.

راشد ارمان ۷ لوبغاړي وسوځول.

دولت ځدراڼ ۲ او ګلبدین نایب یو لوبغاړی وسوځول.

راشد ارمان په ۸ اوورونو او ۴ توپونو یوازې ۱۸ منډې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *