کوېک سېنگلز

اکبر اقبال

 تاسو څه فکر کوئ چې ولې مو ټولې تقریبا گټلې لوبې وبایللې!؟ دا یو بېل بحث دی او زیاتو لیکلو ته اړتیا لري؛ خو هغه څه چې هر چا ته په ډاگه شوي هغه دا چې له بورډ نیولي ان تر کوچېنگ سټاف مسایل، د لوبغاړو تر مېنځ خپلمنځي اختلافات، د فېټنېس مسئله، په ټیم کې ژؤره ډلبازي.. او ورته نورې ډېرې بلا ستونزې وې چې زمونږ یوه بهترینه لوبډله یې په یوه کمزوري لوبډله بدله کړه. خو! که چېرې اوس هم غواړو کرکټ مو بېرته خپل ځای ته راشي نو نه یواځې په لوبډله کې بلکې د بورډ د ننه هم باید ژور تغیرات راشي. اول دې د دؤاړو فارمېټونو کپتاني یوه دریم ګړي (میرویس اشرف) ته وسپارلی شي. پخوانيو لوبغاړو ته دې د اوږده مهال لپاره استراحت ورکړلی شي. (نورعلي ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، اصغر، سمېع، افتاب، شهزاد) نوی لوبغاړي دې را مخکې شي. (شاهد کمال، بهیر محبوب، باطن شاه، نجیب ترکی، رحمن الله، اکرام، احسان جنت، وفادار مومند، نوین الحق، سید شیرزاد، یمین احمدزی، چاینه مېن ظاهرخان، او ابرهیم ځدراڼ) د هیواد په کچه دې لس نوي تېز توپ اچونکي د یوه ځانگړي پروگرام له لارې پیدا شي. د کورني کرکټ سټرکچر (جوړښت) ته دې پامنیوی وشي. د ښونځیو او پوهنتونونو په کچه باید کرکټ زیاد او قوي شي. د دولتي لؤړ پوړو چارواکو لاسونه دې له کرکټ بورډ لنډ شي. کورنۍڅلور ورځینۍلوبې دې زیاتې شي. د لوبډلې لپاره یو قوي سپانسر باید پیدا کړو. ډسپلین کمیټه دې جوړه شي او که چېرې کوم لوبغاړی له قانون سر غړونه کوي نو مجازات دې شي. لوبغاړو ته باید د رسنیو سره د مرکو په برخه کې یو قانون جوړ او پلی کړی شي. لوبغاړو لپاره باید یو تکړه ارواپوه ډاکټر وگمارلی شي. سلیکشن کمیټي دې د لوبغاړو لپاره (یو یو) ټېسټ حتمي کړي. له نړیوالو قوي لوبډلو سره دې لوبې برابرې شي. یو تکړه بېټېنګ کوچ، بالېنګ کوچ او فیلډېنګ کوچ دې را پیدا شي. (یونس خان، ډریوېډ، محمد کېف، محمد یوسف، مهیله، سنګاکارا، چمیندا واس، ظهیرخان، مرهلي دهرن، جونټي روډز، رابن سنګ، شان پولک، ټام موډي، عبدالرزاق او داسې نور) دا هغه کسان دي چې ممکن زمونږ سره د کار کؤلو زړۀ ښه کړي. د افغان کرکټ د ځلیدا په هیله..