د کرکټ بورډ د یو شمېر کارکوونکو دندې وځنډېدلې

خان وزیر عابد

د یو ورځنیو سیالیو د کرکټ نړیوال جام وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي او ځینو نورو چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ادارې د ځینو کارکوونکو دندې د یوې اونۍ لپاره وځنډولې.

په دغې جوړه شوې غونډه کې هغه افغان چارواکو هم برخه اخیستې وه کوم چې د بورډ غړي بلل کېږي دهغوې له ډلې د مشرانو جرګې غړې نورګلالی ساپی، د ولسمشر سلاکار ضياءالحق امرخېل، پاکستان کې افغان سفیر شکراالله عاطف مشعل او د ښارجوړنې سرپرست وزیر احمد جواد پیکان د بورډ برخه اخیستې وه.

دوی په نړیوال جام کې د افغانستان د وروستېو ماتو په تړاو خبرې وکړې، دغه راز یې د لوبډلمشر ګلبدین نایب د ملي لوبډلې په جوړښت او په اداره کې د کارکوونکو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ.

په دې غوڼډه کې دوی له ډیر بحث وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست اجراييوي رييس اسدالله خان، د غوراوي کميټې پخواني مشر دولت احمدزي او د لوبډلې د مديريا منيجر نويد کاکړ دندې وځنډولې.

د کرکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي وايي، يوه کميټه به ددوى د کړنو څېړنه کوي، که چېرې بې ګناه ثابت شول، خپلو دندو ته بېرته ادامه ورکړي کنه نو له دندو رخصت دي.

دغه راز د بورډ مشر عزیزالله فضلي وویل: د ګلبدین نایب د لوبډلمشر د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه به نور بحثونه هم وشي او د یوې پایلې وروسته به په ډاګه شي چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر څوک شو؟

فضلي په دې غونډه کې داهم وویل چې د افغانستان غوره لیګ (ای پي ایل) د فساد څخه پاک وګڼل شو او دوهم پړاو به یې هم په شارجه کې ډیر ژر ترسره شي.

دغه راز فضلي وایې په یوې اونۍ کې به نوی اجرایه ریئس هم وټاکل شي.

په دې غونډه کې چې کوم افغان چارواکو په دغې غونډه کې برخه اخیستې وه، دوی د افغان کرکټ بورډ اداره په بشپړه توګه څاري، دوی به د ادارې کارکوونکو مشرانو ته لازمې مشورې ورکوي او لوی پلانونه تصاميم به نیسي. دغه راز د بورډ کلنۍ بودجه به هم تصويبوي، د بورډ د چیریمین راپور به هم ارزوي او د ارزونې وروسته به یې یا ردوي او یا مني.

دا بدلونونه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د افغانستان ملي لوبډله هم وړمه ورځ له انګلستانه هېواد ته راستنه شوه.